ولسمشر اردوغان د جرمني د ولسمشر شټاین مایر سره لیدنه وکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني د فدرالي جمهوریت د ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغلی دی  په پلازمینه انقره کې د ولسمشرۍ ماڼۍ کې لیدنه وکړه.

2131705
ولسمشر اردوغان د جرمني د ولسمشر شټاین مایر سره لیدنه وکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني د فدرالي جمهوریت د ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغلی دی  په پلازمینه انقره کې د ولسمشرۍ ماڼۍ کې لیدنه وکړه.

 ولسمشر اردوغان د میلمه ولسمشر سره د لیدنې نه وروسته د هغه سره په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان دلته په خپلو څرګندونو کې وویل   د تورکیې او جرمني ترمنځه د سوداګریز حجم د لوړولو پریکړه وکړه. د تورکیې او جرمني ترمنځه دم ګړۍ سوداګریز حجم په کال کې ۵۰ میلیارده ډالره دی چې دا رقم به ۶۰ میلیاردو ډالرو ته لوړ کړو.

"موږ غواړو هغه محدودیتونه په بشپړ ډول له منځه یوسو  چې موږ ورسره د المان سره  د دفاعي صنعت په برخه کې مخ یو.

 ولسمشر اردوغان وویل "موږ هیله لرو چې تورکیه او جرمني ددینه وروسته  د خنډونو او محدودیتونو پر ځای په ګډې همکارۍ خبرې وکړي په ځانګړې توګه د دفاع په برخه کې د ګډ تولید د پروژو په اړه .

ولسمشر اردوغان زیاته کړه  موږ څرګنده کړه چې موږ د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د آلمان له چارواکو څخه د لا زیات ملاتړ او پیوستون تمه لرو.

 ولسمشر اردوغان په خپلو څرګندونو کې پر غزې د اسرائیلو روانو وحشي بریدونو ته په اشارې سره وویل ، نتانیاهو یوازې د خپل سیاسي ژوند د اوږدولو لپاره د خپلو اتباعو په ګډون د ټولې سیمې امنیت له خطر سره مخامخ کوي.

 ولسمشر اردوغان وویل  " د اسرائیلو ادارې ته باید فرصت ورنکړل شي چې چې په غزه کې د بشریت پر ضد جنایتونه او قتل عامونه له اجنډا څخه لرې کړي . "موږ په غزه کې د اوربند د ډاډمنولو او د کافي بشري مرستو د رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ نور د اسرائیلو سره تجاري اړیکو ته دوام ورکولی نشو. زمونږ ترمنځه نور اړیکې ختمې شوي دي.



اړوند خبرونه