تورکیه او عراق د ګډو عملیاتو مرکز جوړوي. دا خبره د تورکیې د ملي دفاع وزیر وکړه.
د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر له عراق سره د ګډو عملیاتو د مرکز د جوړولو په اړه وویل "د ګډو عملیاتو د مرکز مسوولیتونه به روښانه شي. اوس دواړو خواوو د دې مرکز د جوړولو په اړه ګډه پرېکړه کړې ده."

یاشر ګولر د اپریل ۲۳ د تورکیې د ملي حاکمیت او ماشومانو د ورځې په مناسبت د تورکیې په ملي شورا کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ. هغه د غونډې په ترڅ کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
ګولر له عراق سره د ګډو عملیاتو د مرکز د جوړولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ کار ته دوام ورکو. موږ به له هغوی سره په ګډه کار وکړو چې وګورو څه کولای شو. له دې وروسته به د ګډو عملیاتو د مرکز مسوولیتونه روښانه شي. اوس، دواړو خواوو یوازې د مرکز د جوړولو په اړه ګډه پریکړه کړې ده."
د ویلو ده چې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د خپلې کابینې د یو زیات شمیر وزیرانو په ملګرتیا د تیرې دوشنبې په ورځ عراق ته رسمي سفر وکړ. د ولسمشر اردوغان د سفر اصلي موضوع د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه وه. ولسمشر اردوغان د عراق د مرکزي حکومت د مقاماتو سره د لیدنې نه وروسته په شمال کې د کوردانو د سیمه ایزو حکومت د چارواکیو سره هم لیدنه وکړه.
تورکیه غواړي چې تورکیې پولې په بشپړه توګه د ترهګرو نه پاکې کړي.