علي ایرباش : اسلامي هیوادونه باید د مظلومو مسلمانانو د ستونزو د حل کېپه خاطر لا زیاته هڅه وکړي

د تورکیې د مذهبي چارو عمومي رئیس علي ایرباش پر اسلامي هیوادونو د مظلومو جغرافیو د ستونزو د هواري لپاره لا زیاتې هڅې کولو غږ وکړ.

2131658

ایرباش د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې له ۵۰ څخه د زیاتو اسلامي هیوادونو دیني عالمانو پکې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د اسلامي امت د یووالي، په فلسطین او غزه کې د ستر ظلم، دیني ارزښتونو ته د درناوي، د اسلام فوبیا او له اسلام سره د دښمنۍ پر وړاندې د ګډ کار کولو په اړه خبرې وشوې.

د تورکیې د مذهبي چارو عمومي رئیس علي ایرباش په دې غونډه کې په خپله وینا کې څرګنده کړه چې له هغو لارو چارو چې د اختلاف، نفاق او ګډوډۍ لامل کیږي او له هغو چلندونو څخه باید ډډه وشي چې د فتنې، تور او کفر سبب ګرځي.

ایرباش د مسلمانانو د یووالي او پیوستون په اهمیت باندې په ټینګار سره، وویل، " اسلامي دولتونه باید د مظلومینو او مظلومو جغرافیو، په ځانګړې توګه په فلسطین او غزه کې زموږ د وروڼو ستونزو د حل لپاره لا زیاتې هڅې وکړي."

اړوند خبرونه