د تورکیې د ملي شورا رئیس د تورکیې جمهوریت د بڼسټګر اتاترک د قبر زیارت وکړ
د تورکیې د لویې ملي شورا مشر نعمان کورتولموش د اپریل د ۲۳ مې د ملي حاکمیت او د ماشومانو د ورځې په مناسبت د خپل مل پلاوي سره د تورکیې جمهوریت د بڼسټګر مصطفی اتاترک قبر زیارت وکړ.
د تورکیې د لویې ملي شورا مشر نعمان کورتولموش د اپریل د ۲۳ مې د ملي حاکمیت او د ماشومانو د ورځې په مناسبت د خپل مل پلاوي سره د تورکیې جمهوریت د بڼسټګر مصطفی اتاترک قبر زیارت وکړ.
د تورکیې د ملي شورا رئیس نعمان کورتولموش او ورسره مل پلاوي د اتاترک په قبر د ګلانو ګیډۍ د ایښودو نه وروسته د هغه معنوي حضور ته درناوی ورکړ او وروسته د هیواد ملي سرود وغږول شو.
د ملي شورا رئیس کورتولموش وروسته د اتاترک د مقبرې ځانګړی کتاب لاسلیک کړی داسې پکې ولیکل !
موږ په هیواد کې د ملي ارادې د سمبول ملي شورا ستاسو په مشرۍ پرانستلو د ۱۰۴مې کلیزې په مناسبت راغلي یو. د ملي شورا تاسیس پریکړې ملي ځواکونه د یو ګډ هدف په شاوخوا کې سره راټول کړل. ۱۰۴ کاله وړاندې تاسو زموږ ملت سره یو ځای کړ او د قیام داستان مو ولیکه. موږ د اپریل په ۲۳ په خورا لیوالتیا سره راټولیږو. موږ د خپل ملت نه د اخیستي امانت باور سره د خپل جمهوریت د دوهمې پیړۍ یعنې د تورکيې د پيړۍ لپاره د خپل وس او توانه پورې کار کوو. دا د ویاړ ځای دی چې په دې ویاړ سره د خپل ملت استازیتوب کوو. د تورکیې ملي شورا به په کلک هوډ، د ولسواکۍ او جمهوریت د اصولو په رعایت او د خلکو او وطن په درک سره خپلو چارو ته دوام وکړي.
ستاسې روح دې ښاد وي
د ملي شورا رئیس په خپلو څرګندونو کې وویل چې "موږ د خپلو ماشومانو سره دا خوښۍ ، کوم چې زموږ د راتلونکي تضمین دي شریکوو، موږ په ټول توان سره هڅه کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې دوی خوندي او ل خپل وطن ته ژمن دي. زه تاسو ته د اپریل د ۲۳ مې د ملي حاکمیت او ماشومانو د ورځ له امله مبارکي وایم. زه تاسو ته د ماشومانو او زموږ د ملت د هوساینې لپاره د نیکمرغه اختر مبارکي وایم. زموږ د ګرانو شهیدانو روح دې ښاد وي په ځانګړې توګه د مصطفی کمال اتاترک او د ولسي جرګې غړو.