اردوغان : د ایران او اسرائیلو  ترمنځه د کړکیچ یوازینی مسؤل نتنیاهو دی.

د ایران او اسرائیلو  ترمنځه د کړکیچ یوازینی مسؤل د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو دی.

2128639
اردوغان : د ایران او اسرائیلو  ترمنځه د کړکیچ یوازینی مسؤل نتنیاهو دی.

تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د ایران او اسرائیلو  ترمنځه د کړکیچ یوازینی مسؤل د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو دی.

هغه وویل ، تر څو چې په غزه کې ظلم او نسل وژنه بنده نه شي دا څرګنده ده چې زموږ سیمه له نویو کړکیچونو ډکه ده.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د کابینې د غونډې نه وروسته وکړې.

هغه په ​​خپلو خبرو کې د تهران او تل ابیب تر منځ زیاتیدونکي کړکیچ ته اشاره وکړه.

" د ۱۹۳ ورځو راهیسې د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې په غزه کې قتل عام ترسره کوونکی او د خپلو خلکو د غبرګونونو او فشارونو د کمولو او د هغوې فکر بل لورې ته د اړولو په موخه د هر ډول ظلم ترسره کوونکی  نتانیاهو دی.  همداشان د ایران او اسرائیلو ترمنځه د روان کړکیچ یوازینی مسئول هم پخپله نتانیاهو دی.

ولسمشر یادونه وکړه چې تورکيې په ځانګړې توګه په وروستیو دوو ورځو کې په غزه کې  روان  قتل عام  موضوع دویم پلان ته د نه غورځیدو په خاطر تماسونه زیات کړي دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې په اور د تیلو شیندل او په دوامداره توګه د نتانیاهو ادارې نه نامحدود ملاتړ کول او د هغوې نازول هیچا ته ګټه نکوي. هغه وویل "تر څو چې په غزه کې  روان ظلم او نسل وژنه دریدلي نوي، دا روښانه ده چې زموږ سیمه د نویو کړکیچونو څخه خالي نده."



اړوند خبرونه