د تورکیې ملي‌ راډیو تلویزیون لخوا د بشري‌ فلمونو فیستیوال جوړ شو

د تورکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون لخوا د پنځم ځل لپاره جوړ شوي‌  د ټي‌آر ټي‌ ورلډ بشري‌ فلمونو د فیستیوال جایزې په مستحقینو وویشل شوې.

2060879
د تورکیې ملي‌ راډیو تلویزیون لخوا  د بشري‌ فلمونو فیستیوال جوړ شو
undefined
altun trt humanitarian film fest..jpg
trt world citizen humanitarian film festivali.jpg

د تورکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون لخوا د پنځم ځل لپاره جوړ شوي‌  د ټي‌آر ټي‌ ورلډ بشري‌ فلمونو د فیستیوال جایزې په مستحقینو وویشل شوې.

د ویلو ده چې پدې فیستیوال کې د لومړي‌ او دویم مقام ګټوونکو ته جایزې د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون او د تورکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون د رئیس محمد زاهد سوباجي‌ لخوا ورکړل شوې.

د ویلو ده چې پدې فیستیوال کې لومړۍ مقام د هنګري  نامتو فلم جوړونکي‌  اکوس کوواکس ، دویم مقام  بیا د ایران څخه علیرضا کاظمیپور او دریم مقام بیا  د کوسوو څخه سمیر کراهودا ترلاسه کړ.

برسیره پردې پدې فیستیوال کې ، "د اقلیم پوهاوی" او د ټي‌آر ټي  ځانګړي ایوارډونه هم ورکړل شول.

د ټي ‌آر ټي‌  ځانګړې جایزه  غزې په اړه جوړ شوي‌ فلم ته ورکړل شوه. پداسې حال کې چې فلسطیني ډایرکټر احمد صالح دا جایزې مستحق ګڼل شوی وو خو هغه پخپله ونشو کولی چې ، په مراسمو کې ګډون وکړي.

د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس التون پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې  ټینګار وکړ چې د تورکیې ملي‌ راډیو تلویزیون  د نشراتي پالیسۍ ترټولو مهم شاخص انساني‌ تمرکز دی.

التون وویل: "په داسې وخت کې چې ټوله نړۍ د اقتصادي بحرانونو، وبا، قحطۍ، د اقلیم د بدلون او روانو شخړو له امله له خورا حساس پړاو څخه تیریږي، زه دا فیستیوال چې د میلیونونو خلکو پام د درد او نا امیدۍ څخه  د هنر ځواک له امله بل لورې ته اړوي‌  خورا ارزښتناکه بولم."

فخرالدین  التون د تورکیې د ملي‌ راډيو تلویزیون د مشرتابه  له مدیریت څخه مننه وکړه او ویې ویل چې تورکیه په نړیوالو مسایلو کې بشري اړخ ته ډیر اهمیت ورکوي او په دې برخه کې د تورکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون ونډه مهمه ده.

"د ټي‌آر ټي‌ نړیوال ښاریز بشردوستانه فلم فستیوال باید د دې مسلې په اړه د تورکیې د حساسیت یو بنسټیز تظاهر  په توګه ولوستل شي."

التون په غزې تړانګې د اسرائيلو بريدونو ته په اشارې سره وويل، د اسرائيلو دغه غير انساني عمل چې هیڅډول قانوني‌‌ او حقوقي‌ بڼسټ نلري، ستر ظلم او سيستماتيک قتل عام دی: له کلونو راهيسي د فلسطين د مسئلې په نامه يوه ستونزه روانه ده. د دې ستونزې نوم د اسرائیلو ستونزه ده، نه یوازې منځنی ختیځ، نه یوازې زموږ سیمه، نه یوازې زموږ جغرافیه، بلکې ټوله نړۍ له دې ستونزې سره مخ ده.

د ټي‌ آر ټي‌ عمومي رئیس محمد زاهد سوباجي  وویل، "موږ باید د هغو خلکو کیسې بیان  کړو چې فریاد  یې نه اوریدل کیږي." هغه  وویل چې هغه خوښ دی چې په تورکیه کې د بشردوستانه فلم فستیوال چې د نړۍ صادق غږ دی د هغه خلکو چې بشري‌ مسئلو باندې تمرکز کوي. کوربه توب کوي .

سوبايي وويل، سږ کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لکه تورکيې، هسپانيې، امريکا، فرانسې، هند، نايجيريا، قرغزستان، پاکستان، هنګري او فلسطين څخه تر ۳۷۰ ډېر فلمونه په دغه فيسټيوال کې ګډون کړی دی. د تورکیې ملي‌ راډیو تلویزیون د  ټولنیز مسؤلیت پروژې ترسره کوي.

د تورکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون عمومي رئیس  په خپلو خبرو کې په غزه کې د بشري ناورين او د اسرائيلو  وحشتونو يادونه وکړه.

"اسرائیل د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې د خلکو په وړاندې په ټولیزه توګه قتل عام ترسره کوي. د روغتونونو، سپېڅلو ځایونو، ښوونځیو او د کډوالو د کمپونو په ویجاړولو سره د ماشومانو، ښځو او ناروغانو په وژلو سره د انسانیت خلاف جنایت ترسره کوي."



اړوند خبرونه