فخرالدین التون : د تورکیې د پيړۍ اصلي اتلان ، د جولای د ۱۵ مې شهیدان او غازیان دي

د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون وویل چې د جولای په ۱۵ مه  ملت هغه چا ته ډیر سخت ګوزار ورکړ چې غوښتل یې کودتا وکړي.

2011691
فخرالدین التون : د تورکیې د پيړۍ اصلي اتلان ، د جولای د ۱۵ مې شهیدان او غازیان دي

د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون وویل چې د جولای په ۱۵ مه  ملت هغه چا ته ډیر سخت ګوزار ورکړ چې غوښتل یې کودتا وکړي.

التون تیره ورځ د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون لخوا د جولای د ۱۵ مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځ په مناسبت په جوړ شوي ځانګړي  پروګرام کې ګډون وکړ.

التون د جولای له ۱۵مې وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پورته شویو ګامونو اهمیت ته  په اشارې سره وویل ،

"په دې اووه کلنه دوره کې موږ ولیدل ، کله چې موږ ولیدل چې  دغه غداره تروریستي شبکه  زموږ له دولت او ادارو څخه تصفیه شول، زموږ دولت لا ډېر پیاوړی شوی، زموږ بنسټونه لا ډېر پیاوړي شوي دي. اوس د ترورېزم پر وړاندې د تورکیې مبارزه ډېره پیاوړې ده. ډیره اغیزمنه ده او  په لږ لګښت ډیرې زیاتې پایلې او ښه نتیجه ترلاسه کوي. همداشان په تورکیه کې د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه دوام لري. التون وویل:

"په هغه ورځ په نړیوال ډګر کې واکمنانو په تورکیه کې د نظام  د بدلون لپاره د یو خاین ترهګریز سازمان څخه کار واخیست، خو زمونږ ملت بیا د خپل منتخب مشر ترڅنګ دریدو  سره په ګډه دې ترهګرو ته ډیر ستر ګوزار ورکړ. هغه چا چې غوښتل يي د ډیموکراسۍ، ولسواکۍ او ملت د ارادې پر خلاف کودتا وکړي ، ملت ورته دا ګوزار او سپیڅړه پر مخ ورکړه چې په تاریخ کې به هیڅکله هم هیره نشي.

التون د دې خبرې په ټینګار  سره  وویل چې ملت د جولای په ۱۵ مه ډیره ستره اراده وښوده، او زیاته کړه،

" زمونږ ملت  د کودتاچیانو په مقابل کې داسې مقامت وښود چې تر اوسه پورې د نړۍ د ډیموکراسۍ په تاریخ کې ساری لیدل شوی ندی. دا هیواد یو ریښتینی تاریخ لري، او پدې تاریخ کې رښتیني اتلان د دې ریښتیني تاریخ بنسټ ایښودونکي عناصر دي او په دې لحاظ دا هیواد په دې برخه کې ځانګړی ځای لري.

التون د دې خبرې په ټینګار سره  وویل ، هغه کسان چې د جولای په ۱۵ مه شهیدان شول، غازیان شول  او په دې شپه لارو او سړکانو ته د وتو سره د کودتاچیانو مخه ونیوله ، د تورکیې د پيړۍ اصلي  اتلان دي.

"د تورکیې پیړۍ د یوې آزادې، بشپړې خپلواکې تورکیې نوم دی، د یوې پیاوړې او هوسا تورکیې نوم دی. د تورکیې پیړۍ د لید پروژه ده، د تورکیې د پیړۍ د راڅرګندیدو تر شا رښتیني اتلان پراته دي. کله چې وګورو چې دوی څوک دي؟ دوی هغه ریښتیني اتلان دي چې د جولای د ۱۵ مې په شپه د کودتاچیانو په مقابل کې غږ اوچت کړ او حتا د وطن په مینه کې خپله وینه تویه کړه او خپل سرونه يي فدا کړل.



اړوند خبرونه