د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او یو زیات شمیر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان چې د اوکراین د بیا رغونې په کنفرانس کې د ګډون په موخه د انګلستان پلازمینې لندن ته سفر کړی ، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره خپله لومړۍ مخامخ لیدنه وکړه.

2002803
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او یو زیات شمیر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان چې د اوکراین د بیا رغونې په کنفرانس کې د ګډون په موخه د انګلستان پلازمینې لندن ته سفر کړی ، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره خپله لومړۍ مخامخ لیدنه وکړه.

همداشان وزیر فیدان د ډنمارک، ایټالیا، جرمني او اتریش د بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا جلا لیدنې وکړې.

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې  د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د اوکراین د بیا رغونې  کنفرانس په څنډه کې چې  په لندن کې جوړ شوی دی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن، د ډنمارک د بهرنیو چارو له وزیر لارس لوک راسموسن، د ایټالیا د بهرنیو چارو له وزیر انتونیو تاجاني او د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې انالینا بیربوک او د اتریش د بهرنیو چارو وزیر الکساندر شولنبرګ سره جلا جلا لیدنه وکړه..

همداشان د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په انګلستان کې د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیرې کاترین کولونا او د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر جیمز کلیورلي سره هم لیدنه وکړه چې د اوکراین د پرمختګ په کنفرانس کې د ګډون لپاره راغلی و.

فیدان وروسته د کاناډا د نړیوالې پراختیا له وزیر هرجیت سجن سره هم ولیدل.

د ویلو ده چې فیدان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره خپله لومړنۍ مخامخ لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې د اوکراین د وضعیت، تورکیې په نوښت د استانبول د غنمو د تړون د تطبیق، د ناټو د پراختیا، د جنوبي قفقاز د پرمختګونو په وضعیت، د اذربایجان – ارمنستان د  اړیکو عادي کېدو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وشوې.

د ویلو ده  چې هاکان فیدان او انتوني بلینکن د جون په ۸ مه ټيلیفوني‌ خبرې کړې وې. بلینکن فیدان ته د هغه د نوي دندې له امله  مبارکي وویله.

فیډان او بلینکن د لیدنې نه  دمخه د تورکیې او امریکایی رسنیو سره خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر فیدان وویل چې دوی نن په لندن کې  سره راټول شوي‌ دي‌ ترڅو له اوکراین سره د مرستې څرګندونه وکړي. د دې په څرګندولو سره چې دوی به له بلینکن سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو مسلو هم خبرې وکړي، فیدان وویل، "لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، موږ ممکن په هر څه موافقه ونه کړو، مګر په ناټو او نورو پلیټ فارمونو کې زموږ اوږدمهاله اتحاد موږ مجبوروي چې ګډ کار ته دوام ورکړو."

"لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، ولسمشر رجب طیب اردوغان او د امریکا ولسمشر جو بایډن تیر کال د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې د تورکیې او امریکا ستراتیژیک میکانیزم جوړ کړ. د میکانیزم موخه د پام وړ مسلو حل کول او د فرصتونو لټول دي. زموږ همکاري نوره هم ژوره کړه. له همدې امله زه د وزیر بلینکن سره په ګډه  کار کولو ته سترګې په لار یم."



اړوند خبرونه