په ترکیه کې نږدې ۳۰۰۰ تنه بهرني محصلین د پوهنتونو نه فارغ شول
سږ کال نږدې ۳ زره تنه بهرني محصلین چې د ترکیې د تحصیلي بورسونو سره د ترکیې په پوهنتونونو کې په لوړو زده کړو بوخت ول د فراغت سندونه ترلاسه کړل .
د ترکیې د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د چارو ریاست د نوموړو زده کوونکو لپاره په پلازمینه انقره کې د فراغت ځانګړي مراسم جوړ کړل.
پدې مراسمو کې د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري ایرسوی، کولتور او ګرځندوی د وزارت مرستیال سردار چام، د ترکیې د بهرمیشتو ترکانو او ترکتبارو ټولنو د چارو رئیس عبدالله ایرن، د یو زیات شمیر هیوادونو سفیرانو او د ۷۱ هیوادونو نه ۲۰۰ تنو محصلینو ګډون کړی وو.
د ترکیې د بهرمیشتو ترکانو او ترکتبارو د چارو رئیس عبدالله ایرن دې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې ” سږ کال د ترکیې د پوهنتونونو نه نږدې ۳ زره تنه محصلین چې د ترکیې تحصیلي بورسونو سره په لوړو زده کړو بوخت ول فارغ شول او د فراغت سندونه يي ترلاسه کړل. ددې زده کوونکو په استازیتوب یواځې دا ۲۰۰ تنه محصلین نن دلته زمونږ سره یو ځای دي.
نن ورځ یو زیات شمیر محصلین چې د ترکیې د مختلفو ښارونو په ډیرو ښو پوهنتونونو کې په ډیره عالي درجه درس ویلی او فارغ شوي دي نن ورځ زمونږ ترڅنګ دي.
د نړۍ د ۱۵۰ هیوادونو نه محصلین په ترکیه کې په لوړو زده کړو بوخت دي او یا فارغ شوي د فراغت سندونه يي ترلاسه کړي دي. د څه باندې ۷۰ هیوادونو نه راغلي محصلینو او د هغو د کورنیو سره په انلاین ډول د تماس په حال کې یو“
وروسته په ترکیه کې په زده کړه بوختو بهرنیو محصلینو په اړه یو لنډ فلم نندارې ته وړاندې شو.
د فلم نه وروسته بریالیو محصلینو ته ځیني تحفې ورکړل شوې.
د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر ایرسوی بریالیو محصلینو ته تحفې ورکړې.
د ویلو ده چې په ترکیه کې د ۲۰۲۱ کال تعلیمي کال لپاره د نړۍ د ۱۷۸ هیوادونو نه ۱۶۵ زره او ۵۰۰ تنو محصلینو د ترکیې د تحصیلي بورسونو په خاطر مراجعه کړې ده .
دم ګړۍ په ترکیه کې ۱۵ زره تنه بهرني محصلین په لوړو زده کړو بوخت دي.