عبدالله ایرن : د ترکیې تحصیلي بورسونو د زړونو نه زړونو ته لار جوړه کړې ده .

د ترکیې د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د چارو رئیس عبدالله ایرن وویل چې، د ترکیې تحصیلي بورسونو د زړونو نه زړونو ته لار جوړه کړې ده .

1463863
عبدالله ایرن : د ترکیې تحصیلي بورسونو د زړونو نه زړونو ته لار جوړه کړې ده .
ytb mezuniyet.jpg
ytb mezuniyet.jpg

 

هغه دا څرګندونې  د ترکیې د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د چارو د ریاست لخوا په پلازمینه انقره کې جوړو شوو د نړۍوالو زده کوونکو د نهم فراغت په مراسمو کې وکړې.

د د ترکیې د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د چارو رئیس ایرن دلته په خپله وینا کې وویل چې دا ریاست د تعلیم او تحصیل په برخه کې د نړۍوالو زده کوونکو سره په هره برخه کې ترڅنګ ولاړ دی.

هغه زیاته کړه چې ترکیه دا تحصیلي بورسونه  د چا نه د مالي‌ توقعاتو یا پيسو په خاطر نه ورکوي. پرته د شکه چې ترکیه ددې بورسونو په نتیجه کې د زړه نه زړه ته لار جوړوي.

عبدالله ایرن  سږ کال  د ترکیې د تحصیلي‌ بورسونو له امله د فارغ شوو ۲۵۰۰ تنو او تر ننه پورې د فارغ شوو څه باندې ۱۵۰ زرو تنو نړۍوالو زده کوونکو ته په خطاب کې وویل چې " ستاسې نه زمونږ غوښتنه  لومړی خپلې کورنۍ، خپلو خپلوانو او خپل هیواد ته یو مفید  انسان په توګه ګټه رسول دي. دویم د ترکېې او خپل هیواد ترمنځه د اړیکو د لا ودې او پرمختګ سره مرسته کول دي. دریم په نړۍواله کچه د ترکیې د عدالت او وجدان د مبارزې او مجادلې نه ملاتړ کول دي. تاسې هر یو د ترکیې په ټولنیز تاریخ کې خپل ځای لرۍ. اوس ترکیه ستاسې دویم کور او وطن دی. ترکیه تل تاسې ته سترګې په لاره ده او ستاسې په کوربه توب ویاړي. "

همداشان  د ترکیې د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د چارو رئیس فارغ شوو زده کوونکو ته د ترکیې د فارغینو د ټولنې د غړیتوب د اخیستو توصیه وکړه.

وروسته عبدالله ایرن د پوهنتون نه په عالي درجو فارغ شوو ۱۱ تنو محصلینو ته تحفې ډالۍ کړۍ.

مراسم د کنسرت او میلمستیا د ډوډۍ سره پایته ورسیدل.

 



اړوند خبرونه