د بهرنیو چارو وزیر د خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره ولیدل
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني لیدنه وکړه.
1237607
د بهرنیو چارو وزارت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو د خپل افغان سیال سره د بهرنیو چارو د وزارت په رسمي میلمستون کې لیدنه وکړه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د نوموړې لیدنې په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې هم معلومات ورکړي دي.
هغه پدې اړه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې « د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ورور صلاح الدین رباني سره مو ګټوره لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې مو د افغانستان د سولې په بهیر او د سیمې په مهم پرمختګونو خبرې وکړې. »