په انقره کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په مخکې هم د جولای د ۱۵ مې د کودتا د شهیدانو لپاره د یاد مراسم جوړ شول
د ترکیې د پلازمینې انقرې د بیش تپې د ولسمشرۍ ماڼۍ په مخکې د جولای د ۱۵ مې د کودتا د شهیدانو لپاره د یادښت او درناوي ځانګړي مراسم ترسره شول.
د ویلو ده چې د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵ مې د کودتا پر مهال یو زیات شمیر هیوادوال چې د دیموکراسۍ او وطن نه د دفاع په خاطر د ولسمشرۍ مانۍ په مخکې راټول شوي وو د کودتاچیانو لخوا په ډیره ظالمانه او وحشیانه توګه په شهادت ورسول شول.
نن د جولای ۱۵ مه د نوموړي منفورې کودتا د دریمې کلیزې په ورځ د بیشتپې د ولسمشرۍ ماڼۍ په خاطر د جولای د ۱۵ مې کودتا د شهیدانو د یاد او درناوي په خاطر ځانګړي مراسم جوړ شول.
پدې مراسمو کې د شهیدانو د کورنیو او په زرګونو تنو هیوادوالو نه سربیره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ګډون کړی وو.
ولسمشر اردوغان لومړی د ولسمشرۍ ماڼۍ په مخکې راټولو شوو د شهیدانو د کورنیو او هیوادوالو سره خبرې وکړې او وروسته يي په ګډه د شهیدانو څلي ته د ګلانو ګیډې کیښودې.
وروسته ولسمشر اردوغان او ورسره مل کسان د بیشتپه ماڼۍ د ملت په جومات کې د شهیدانو د روح په خاطر د قرانکریم کریم په ختم کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان دلته د شهیدانو په خاطر د قرانکریم تلاوت وکړ او د ترکیې د دیني چارو ریئس علي ایرباش دعا وکړه.
پدې مراسمو کې د بوسنیا هیرزګوینا د ولسمشرۍ شورا رئیس باقر عزتبیګویچ ، د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای، د کابینې وزیرانو، د شهیدانو کورنیو، غازیاتو او په زرګونو تنو هیوادوالو ګډون کړی وو.