ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د نتنیاهو پر خلاف سخت غبرګون وښود

ولسمشر اردوغان : نتنیااهو چې په اداري فساد او بډو تورن دی غواړي چې اذهان بل لوري ته واړوي

1163956
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د نتنیاهو پر خلاف سخت غبرګون وښود

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا  د اسراییلو پر لومړي وزیر نتنیاهو ډیرې سختې نیوکې وکړې او وویل چې  اسراییل په نړۍ کې  تبعیض  او افراطیت په برخه کې تر ټولو بد نمونه د مثال  هیواد دی.

پدې هیواد کې وګړي په دوو برخو ویشل شوي دي  . لومړۍ درجه او دویمه  درجه.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې تیره شپه د یو خصوصي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان په بیت المقدس کې وروستیو پیښو  او د اسراییلي ځواکونو  ظلمونو او ضد انساني چلند ته په اشارې سره وویل « لکه څرنګه چې پوهیږۍ  په اسراییلو کې ټولټاکنې  رانږدې دي. د اسراییلو لومړی وزیر نتنیاهو چې په اداري فساد او بډو  تورن  شوی دی ، غواړي چې  د مسلمانانو په مقدساتو  د بریدونو سره  د خلکو اذهان  بدل کړي. د خلکو پام  بل لورې ته واړوي.»

ولسمشر اردوغان وویل چې په اسراییلو کې د ډیموکراسۍ په نامه  کوم شی  وجود نلري.

هغه یو ځل بیا د اسراییلو په لومړي وزیر غږ وکړ چې  نړۍ ته  نور فریب ورکولی نشې. ځکه چې مونږ  اسناد او شواهد په لاس کې لرو. ویدیويي فلمونه، انځورونه  په لاس کې لرو. تاسې  زمونږ  سپڅلو مکانونو  او عبادت خانو ته  د موزو او بوټانو سره داخلیږۍ . ستاسې سویه تر دې حده  راټیټه شوې ده . تاسې  پر ماشومانو او ښځو  ظلم کوونکي ظالمان  هستۍ. ولسمشر اردوغان وویل چې دم ګړۍ د اسراییلو په زندانونو کې  نږدې لس زره تنه فلسطیني ماشومان، ښځې او بوډان  زنداني دي. ایا  ستاسې ډیموکراسي  همدا ده؟ په اسراییلو کې  د عقیدې، دین، مذهب، فکر او بیان  ازادۍ  په نامه  کوم شی شتون نلري.

د اسراییلو دولت  یواځې د یهودانو ملي دولت  دی. اسراییلو خپل وګړي په دوو کټګوریو  ویشلي دي. لومړۍ  درجه  او دویمه درجه. دا هیواد په نړۍ کې  د افراطیت  تر ټولو  بده نمونه د مثال  دی. مونږ  د اسراییلو دا افراطي  چلند په کلکه توګه غندو.

ولسمشر  اردوغان په لویدیځې نړۍ  هم  د اسراییلي ځواکونو لخوا په مسجدالاقصی د چاپې  او بریدونو له امله  د چوپه خوله پاتې کیدو له امله  سختې نیوکې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې  حرم شریف   مسجدالاقصی  یواځې د مسلمانانو لپاره نه بلکې  د مسیحیانو لپاره هم  سپڅلی  مکان دی. ولې د اسراییلو پدې ضد انساني چلند  ټولو سترګې پټې کړي دي.

ولسمشر اردوغان د اسراییلو لخوا د مسجدالاقصی د قبه الصحرا  لاندې  تاریخي کیندونو ته په اشارې سره وویل « د قبه الصحرا  لاندې  د تاریخي کیندونو په بهانه په اصل کې  دا جومات د ستر ګواښ سره مخامخ کړی دی. د هغوې اصلي هدف  بل  څه  دی. د بیت المقدس او مسجدالاقصی  په اړه مو د معلوماتو یو کتاب جوړ کړ او دا کتاب مو په ټولو هیوادونو وویشه. خو له بده مرغه چې  ټول  چپه خوله پاتې دي. د ملګروملتونو سازمان په ګډون. خو مونږ  چپه خوله نه پاتې کیږو. »



اړوند خبرونه