د ازبکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ نوموړي هیواد ته د ولسمشر اردوغان د سفر په اړه لنډ فلم خپور کړ

د ازبکستان  ولسمشرۍ ماڼۍ  نوموړي هیواد ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر په اړه  ویدیويي  فلم  خپور کړ.

963040
د ازبکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ نوموړي هیواد ته د ولسمشر اردوغان د سفر په اړه لنډ فلم خپور کړ

د ازبکستان  ولسمشرۍ ماڼۍ  نوموړي هیواد ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر په اړه  ویدیويي  فلم  خپور کړ.

فلم  چې د ازبکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو د دفتر لخوا شوی دی  د نوموړي هیواد پارلمان ته   د ولسمشر اردوغان د وینا په ترڅ کې  د نامتو ازبک شاعر ایرکین وحیدوف ( ازبک یم )  د شعر په  ویلو سره   پیلیږي.

پدې فلم کې  د تاشکنټ په هوايي ډګر کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  د الوتکې د ښکته کیدو نه نیولې  د ترک هیت نه د هر کلي پورې   او د ټولو  لیدونو کتنو نه  لنډو لنډو  صحنو ته  ځای ورکړ شوی دی. پدې  درې دقیقه يي  فلم  کې  د ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه  څرګندونو ته  چې ویلي دي  ټولو  ازبک  ورورنو ته  سلامونه وړاندې کوم ځای ورکړ شوی دی.

په فلم کې  د ازبکستان د ولسمشر شوکت میر ضیایوف هغه څرګندونو ته  چې د ولسمشر اردوغان په خطاب کې ویلي دي « غواړم  ووایم  چې  د پلرني هیواد ازبکستان  دروازې  ستاسې په څیر  مهمو  ورونو  پرمخ  هر وخت پرانیستي  دي . زمونږ  نیت د متقابل اعتماد او باور ډیرول  دي. »

په فلم کې د ازبکستان  پارلمان ته د ولسمشر اردوغان د وینا  هغه برخه کې چې پکې ویلي دي « ورورولي  تر ټولو قیمتي  خزانه ده . په ۱۹۹۶ کال کې د ترکیې او ازبکستان ترمنځه  لاسلیک شوی  د ابدي دوستۍ  او همکارۍ تړون نن ورځ هم  خپل دوام لري. د قدرمن ورور ولسمشر میرضیایوف  سره  د دواړو هیوادونو د ګډ پرمختګ او ودې په خاطر  عملآ کار کوو.» د ازبکستان د پارلمان وکیلان د ولسمشر اردوغان ددې څرګندونو نه  په ولاړه توګه  د لاسونو په تقولو سره  هر کلی کوي.

همداشان په فلم کې  د ترکیې  او ازبکستان ترمنځه  په ګډه سوداګریزه غونډه کې د کوربه هیواد ازبکستان د ولسمشر میرضیایوف  هغه څرګندونو ته  چې ویلي دي ترکیه زمونږ  ستراتیژیک شریک هیواد دی. مونږ ددې شراکت د لا زیاتې توسعې  او قوي کولو  پلوي کوو. دا هیواد د لوی ترک ملت ګډ وطن  دی. اوس ددې وخت دی چې مونږ باید یو موټی شو. هو  یو وخت  زمونږ ترمنځه  په یو بل باندې بې باوري  رامنځته شوې وه  خو  مونږ  نن دا  بې باوري  او کنګلونه  ویلي دي  دي او لمنځه مو وړي دي. ددینه وروسته به هیڅکله هم  زمونږ  ترمنځه  کنګلونه او بې باوري رامنځته نشي. » په سالون کې  موجودو  ترک سوداګرو  د کوربه هیواد د ولسمشر ددې څرګندونو نه  په ولاړو خپو د لاسونو په تقولو سره  هر کلی وکړ.

همداشان  په فلم  چې  د ترکیې او ازبکستان د ولسمشرانو صمیمي  روغبړ ته  ډیر زیات ځای ورکړ شوی دی.

دا فلم  د خپریدو نه وروسته  په  ډیره لنډه موده کې په ټولنیزه مډیا کې تر ټولو ډیر د لیدونکو فلمونو په کتار کې  ځای ونیو.



اړوند خبرونه