روسیه: امریکا په ملګروملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب د غوښتنې ردولو سره یو ناګزیر حقیقت سترګې پټوي

روسیې ویلي چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب د غوښتنې په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو ویټو د "تاریخ د یو ناګزیر حقیقت د مخنیوي لپاره یوه ناامیده هڅه وه."

2129524
روسیه: امریکا په ملګروملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب د غوښتنې ردولو سره یو ناګزیر حقیقت سترګې پټوي

روسیې ویلي چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب د غوښتنې په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو ویټو د "تاریخ د یو ناګزیر حقیقت د مخنیوي لپاره یوه ناامیده هڅه وه."

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا په امنیت شورا کې له رای ورکولو وروسته دا څرګندونې وکړې.

نبنزیا وویل "د امریکا د پلاوي لخوا نن ورځ د ویټو کارول د تاریخ د ناگزیر حقیقت د د مخنیوي لپاره یوه نا امیده هڅه ده. د رایو پایلې د واشنګټن نږدې بشپړ انزوا په ګوته کوي."

د روسیې سفیر، د امریکا لخوا لخوا په ملګروملتونو سازمان کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب د وړاندیز ردول یو غیرې منطقي عمل او د اسرائیل په ډوډۍ د غوړو وهل دي. ټوله سیمه  په مستقیمه توګه د جګړې کندې ته غورځولو لپاره زمینه برابرول دي".

نبنزیا ویلي، که څه هم د نن ورځې د رایو پایله به په لنډه موده کې د واشنګټن او تل ابیب ادارې ته ګټه ورسوي، خو امریکا  په نهایت کې امریکا  د اسرائیلو په هغه جرمونو کې  چې په زرګونه فلسطینیان یې وژلي دي‌ ځان شریکول او د هغوې مسؤولیت په غاړه اخیستل دي.

"تاریخ به تاسې هیڅکله هم ونه بښي"

د روسیې سفیر واسیلي نیبنزیا چې د خپلې وینا په اوږدو کې پر امریکا سختې نیوکې وکړې ، وویل چې تاریخ به تاسې ونه بښي، موږ پر امریکا غږ کوو چې د خپلې دې پریکړې پایلې په اړه په ډیره ښه توګه فکر وکړي او په غزه کې د سمدستي‌ اوربند لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا د نورو غړیو سره یو ځای لازم ګامونه اوچت کړي.

"نن ورځ به  په تاریخ کې د هغې ورځې په توګه ثبت  شي چې نړیوالې ټولنې له درې ربعې پیړۍ وروسته، په فلسطین کې د تاریخي ظلم او د دې د اتلو خلکو د مشروع غوښتنو د تحقق  لپاره سم انتخاب وکړ. نیبنزیا وویل چې  له بده مرغه امریکا په غزه کې د ملکي خلکو په وړاندې د اسرائیلو جنایتونو باندې یو ځل بیا  "د سترګو پټولو ته ترجیح ورکړه ".

په داسې حال کې چې نبنزیا ویلي چې د امریکا چلند به د اسرائیلو د ګټو د تحقق په لاره کې "یوازې یو خنډ" وي، "دا پالیسي اوس برعکس اغیزه لري، او د نړیوالې ټولنې مطلق اکثریت په نړیوال سازمان کې د بشپړ غړیتوب لپاره د فلسطین د غوښتنې ملاتړ کوي. "

د فلسطین د غړیتوب غوښتنلیک فلسطین په ۲۰۱۱ کال کې په ملګرو ملتونو کې د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه، خو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې یې اړین ملاتړ ترلاسه نه کړ. فلسطین په ۲۰۱۲ کال کې د ملګرو ملتونو د دایمي څارونکي حیثیت ترلاسه کړ.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین دایمي استازي ریاض منصور د اپریل په دویمه په خپل بیان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته یو لیک استولی او غوښتنه یې کړې چې د غړیتوب پر غوښتنلیکونو دې له سره غور وشي.

ګوټریش د اپریل په دریمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لیک هم واستاوه چې د فلسطین غوښتنې یې په اجنډا کې شاملې کړې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اپریل په اتمه د فلسطین غوښتنه "د نویو غړو د داخلیدو کمیټې" ته واستوله.

نوموړې کمیټې اعلان وکړ چې د دوه ورځنۍ غونډې نه وروسته کومې نتیجې ته نده رسیدلې.

له دې وروسته الجزایر د فلسطین د غړیتوب لپاره د پریکړه لیک مسوده امنیت شورا ته وړاندې کړه.



اړوند خبرونه