مارتین ګریفیتس : په رفح برید به د یوې لویې تراژیدۍ لامل شي چې په الفاظو يي بیان نه ممکن دی
د بشري مرستو په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال او د بیړنیو مرستو همغي کوونکي مارتین ګریفیتس وویل، "غزې ته لا زیاتو مرستو رسول پر رفح باندې د بشپړ پوځي برید ته د مشروعیت ورکولو په معنا ندي."
د بشري مرستو په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال او د بیړنیو مرستو همغي کوونکي مارتین ګریفیتس وویل،
"غزې ته لا زیاتو مرستو رسول پر رفح باندې د بشپړ پوځي برید ته د مشروعیت ورکولو په معنا ندي."
ګریفیتس په رفح باندې د اسرائیلو د احتمالي ځمکني برید په اړه بیان خپور کړ.
ګریفیتس د دې خبرداری په ورکولو سره چې په رفح باندې برید به د یوې لویې تراژیدۍ لامل شي چې په الفاظو يي بیان نه ممکن دی ، وویل چې ټولې نړۍ اسرائیلو ته خبرداری ورکړی و چې په رفح برید ونه کړي ، خو داسې بریښي چې برید ډیر ژر ترسره شي.
ګریفیتس ویلي دي چې په رفح باندې ځمکنی برید به بشر دوستانه مرستندویه سازمانونو ته ستر ګوزار ورکړي.
"موږ د قحطۍ او مرګ د مخنیوي په سیالۍ کې یو. خو بایلونکي یو."
ګریفیتس یادونه وکړه چې دوی د اسرائیلو لخوا د نویو پولو د پرانیستلو هرکلی کوي او د ټولو مرستو ویش باید خوندي شي.
"غزې ته د لا زیاتو مرستو رسول په دې معنا نه دي چې پر رفح باندې بشپړ پوځي برید ته مشروعیت ورکړي."