د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن په تل ابیب کې د اسرائیلو له ولسمشر اسحاق هرزوګ سره لیدنه وکړه

بلینکن په تل ابیب کې مظاهره چیانو ته وویل چې "امریکا  به تر هغه هلو ځلو ته دوام ورکړي تر کومه چې  ټول  یرغمل شوي کور ته راستانه شوي نوي."

2134139
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر  بلینکن په تل ابیب کې د اسرائیلو له ولسمشر اسحاق هرزوګ سره لیدنه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تل ابیب کې د اسرائیلو له ولسمشر اسحاق هرزوګ سره لیدنه وکړه.

بلینکن د غونډې په جریان کې، د اسرائیلو مشرانو سره څنګه غزې ته د بشري مرستو رسولو لړۍ باید ګړندۍ شي په اړه خبرې وکړې. همداشان هغه  پر حماس غورځنګ غږ وکړ چې د بندیانو د خوشې کولو او اوربند په اړه وړاندیز ومني. هغه ویلي دي چې پدې اړه يي په لیدونو کتنو پيل کړی دی.

بلینکن د دې اونۍ په پیل کې ریاض او عمان ته د سفر نه  وروسته، د منځني ختیځ د پراخې دورې د وروستي تمځای په توګه  اسرائیل ته رسیدلی دی.

دا د اکتوبر له اوومې راهیسې سیمې ته د بلینکن اووم سفر دی.

د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو خپلوانو په داسې حال کې مظاهره وکړه چې خبرې روانې وې.

مظاهره چیانو په غزه کې د یرغمل شویو اسرایلیانو عکسونه په لاس کې ول او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون غوښتنه یې کوله.

بلینکن په تل ابیب کې مظاهره چیانو ته وویل چې "امریکا  به تر هغه هلو ځلو ته دوام ورکړي تر کومه چې  ټول  یرغمل شوي کور ته راستانه شوي نوي."

بلینکن د اسرائیلو له مشرتابه سره د خبرو اترو په پیل کې د حماس څخه د اوربند د موافقې د منلو لپاره خپل غوښتنې تکرار کړې.



اړوند خبرونه