په روسیه کې یوې د بمبار الوتکې سقوط وکړ.
د روسیي د دفاع وزارت ویلي دي چې ددې هیواد یوې د بمبارۍ الوتکې سقوط کړی دی
2129552
په روسیه کې یوې د بمبار الوتکې سقوط وکړ.
د انټرفکس خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې د جمعې د سهار په ساعتونو کې د روسیې د هوايي ځواکونو اړوند یوې Tu-22M3 د بمبارۍ الوتکې د هیواد په سویل کې ستوروپول سیمه کې سقوط کړی دی.
د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی، چې د الوتکې څلور پیلوټانو د پراشوت په وسیله له الوتکې ځانونه غورځولي دي، درې پیلوټان ژغورل شوي او د څلورم پیلوټ لټون دوام لري.
ویل شوي، چې پیښه د تخنیکي ستونزې له امله رامنځ ته شوې ده.