امریکا او اسرائیل د غزې په رفح ښار د برید په اړه سره په توافق ورسیدل.

اسرائیلو ویلي دي چې په رفح ښار د عملیاتو په ترڅ کې به د سیمې په اړه د امریکا اندیښنې په نظر کې ونیسي.

2129569
امریکا او اسرائیل د غزې په رفح ښار د برید په اړه سره په توافق ورسیدل.

امریکا او اسرائیل د غزې په رفح ښار د برید په اړه سره په توافق ورسیدل. اسرائیلو ویلي دي چې په رفح ښار د عملیاتو په ترڅ کې به د سیمې په اړه د امریکا اندیښنې په نظر کې ونیسي.

د سپینې ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا او اسرائیلو د ملي امنیت چارواکو په انلاین ناسته کې پر اسرائیلو د ایران د وروستیو بریدونو او پر رفح د اسرائیلو د احتمالي برید پلانونو په اړه خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو خواوو د رفح په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او ویې ویل، دواړو لورو په رفح کې د حماس د ماتې د لیدلو په هدف موافقه وکړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امریکايي لوري پر رفح باندې د اسرائیلو د احتمالي برید پلانونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې او زیاته کړه  چې اسرائیلي لوري به دغه اندېښنې په پام کې ونیسي.

د یادونې وړ ده چې دواړه خواوې به ډیر ژر یو ځل بیا د هراړخیزو خبرو اترو لپاره سره وګوري.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) اعلان وکړ چې د غزې په رفح ښار کې د وضعیت او د اسرائیلو د احتمالي پوځي عملیاتو په اړه د امریکايي او اسرائیلي چارواکو ترمنځ خبرې دوام لري.

ویل شوي چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې په جنوب کې د رفح ښار ته د ننوتو نیټه ټاکلې ده.



اړوند خبرونه