د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د ناټو د مشرانو غونډه پیل شوه.

د ناټو د مشرانو سرمشریزه پيل شوه

1849770
د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د ناټو د مشرانو غونډه پیل شوه.
nato liderler zirvesi1.jpg
nato liderler zirvesi2.jpg
nato liderler zirvesi aile fotografi.jpg
nato liderler zirvesi.jpg

د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د ناټو د مشرانو غونډه پیل شوه.

د سرمشریزې دمخه، د ناټو سازمان د غړیو هیوادونو  مشرانو په ګډه عکس واخیست.

ولسمشر رجب طیب اردوغان او د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن د عکس اخیستلو پر مهال سره ولیدل. دواړو مشرانو د روغبړ نه وروسته د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره یو ځای خبریالانو ته پوز وکړ.

 

دواړه مشرانو وروسته د  انګلستان د لومړي وزیر بوریس جانسن  څنګ ته  ولاړل او هغه سره يي خبرې وکړې.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د اوکراین په اړه د لومړۍ غونډې په پرانیست وینا  کې وویل چې  د روسیې او چین په څیر استبدادي رژیمونه د قوانینو پر بنسټ نظام ننګوي .   هغه وویل چې د ناټو سازمان  د پیاوړي کولو لپاره به مهمې پریکړې وشي .

سټولټنبرګ د دې په یادولو سره چې د ستراتیژیک مفهوم سند نوې نسخه چې د دې اتحاد د لارې نقشه ده، ومنل شي، سټولټنبرګ وویل چې دوی به د دې اتحاد دفاع او دفاعي قوت پیاوړی کړي او د ناټو دروازې به  د سویډن او فنلینډ ورته پرانستل شي..

سټولټنبرګ دا هم څرګنده کړه چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي به مشرانو ته وینا وکړي او د اوکراین لپاره به د هر اړخیز ملاتړ کڅوړه تصویب کړي.

د اسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز چې د دې سرمشریزې کوربه و، وویل "هغه پریکړې چې موږ یې کوو د راتلونکو لسو کلونو لپاره به زموږ ظرفیت او زموږ د سرچینو کارول وټاکي. نړۍ موږ څاري. موږ به هرچا ته خپل یووالی او متحدوالی وښایو او دا به هم وښایو چې مونږ توقعات پر ځای کولی شو.

سانچیز تورکیې، فنلنډ او سویډن ته د درې اړخیز تفاهم لیک د لاسلیکولو له امله مبارکي وویله، او زیاته کړه چې  په ناټو کې د دغو دوو هېوادونو داخلېدل به یو مهم بدلون وي.



اړوند خبرونه