شمالي کوریا دا ځل غبرګ بالستیک توغندي وازمایل.
شمالي کوریا په پرله پسې ډول د توغندی ازمایښت ته دوام ورکوي
د جاپان حکومت د شمالي کوریا لخوا نن سهار د غبرګو بالستیک توغندیو د ازمایلو نه خبر ورکړی دی.
د ویلو ده چې د روانې میاشتې په دننه کې دا څلورم ځل دی چې شمالي کوریا توغندي ازمايي.
د جاپان د دفاع وزیر نوبو کیشي وویل چې شمالي کوریا په ځايي خت نن د سهار په ۸ بجو او ۴۹ دقیقو لومړی او په ۸ بجو او ۵۲ دقیقو دویم توغندی وتوغو.
هغه وویل داسې اټکل کیږي چې دا توغندي د ۵۰ کیلومتره په ارتفاع او ۳۰۰ کیلومتره واټن نه وروسته په سمندر کې غورځيدلي دي.
هغه وویل دا ښکاره خبره ده چې شمالي کوریا د توغندیو د ټکنالوژۍ د ودې هڅه کوي. دې هیواد پدې وروستیو کې ګنشمیر توغندي وازمایل. دا ازمایښتونه په ډیره ښکاره توګه د نړۍوالې ټولنې امنیت ته ستر ګواښ جوړوي.
د جاپان د کابینې عمومي سکرتر بیا ویلي دي چې د نوموړو ازمایښتونو له امله زیانونه ندي تثبیت شوي .
د جاپان حکومت د شمالي کوریا ددې ازمایښتونو په اړه خپل رسمي غبرګون په جاپان کې د چین د سفارت په واسطه شمالي کوریا ته رسولی دی.
په لوی احتمال سره چې توغندي د جاپان د انحصاري اقتصادي سیمې نه بهر غورځیدلي وي. د بله پلوه د سویلي کوریا لوی درستیز دفتر ویلي دي چې شمالي کوریا دا لنډ واټنه بالستیک توغندي د پلازمینې پیونګ یانګ بهر د سونان د هوايي ډګر نه توغولي دي.