د روسیې او قزاقستان ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکایف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکایف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د کرملین ماڼۍ ویلي دي چې پدې ټیلیفوني خبرو کې د قزاقستان ولسمشر توکایف د ټولیز امنیتي تړون سازمان د سوله ساتونو ځواکونو د ماموریت او په قزاقستان کې د استقرار د ټینګښت به خاطر د نیول شوو نوو تدابیرو په اړه پوتین ته معلومات ورکړل.
همداشان توکایف د روسیې د مرستو نه مننه وکړه او ټولیز امنیتي تړون سازمان غړیو هیوادونو ځواکونه پړاو په پړاو د قزاقستان نه د بیرته وتلو په مسئلې خبرې وکړې.
د ویلو ده چې په قزاقستان کې د جنوري په پنځمه نیټه پیل شوې مظاهرې په تاوتریخوالي د بدلیدو نه وروسته د قزاقستان ولسمشر توکایف د ټولیز امنیتي تړون د سازمان نه د مرستې غوښتنه کړې وه.
د قزاقستان د ولسمشر د غوښتنې نه وروسته روسیې، بیلاروس، ارمنستان، قزاقستان او تاجکستان نوموړي هیواد ته سوله ساتي ځواکونه واستول .
په قزاقستان کې د مظاهرو د پایته رسیدو او ژوند ورځنۍ چارې عادي حالت ته راګرځیدو نه وروسته نن ددې هیواد نه د سوله ساتو ځواکونو پړاو په پړاو د وتل لړۍ پيل شوه.