په فرانسه کې د مسلمانانو پر خلاف د قانون مسودې پر خلاف مظاهرې دوام لري
په فرانسه کې د اسلام دښمنۍ پر خلاف مظاهرې دوام لري
په فرانسه کې د مسلمانانو پر خلاف د قانون د مسودې او اسلام دښمنۍ پر خلاف مظاهرې دوام لري.
د فرانسې د پلازمینې پاریس په ګډون په یو زیات شمیر ښارونو کې د مسلمانانو پر خلاف د قانون مسودې او اسلام دښمنیو پر خلاف پراخه مظاهرې وکړې.
مظاهره کوونکو د مسلمانانو پر خلاف د قانون مسودې نه د تبعیض د سرچینې په توګه یادونه وکړه .
دا مظاهرې د هر چا لپاره مساوي حقونه او اسلام دښمنۍ پر خلاف جبهه په نامه د مدني ټولنو د کولکیتف لخوا تنظیم شوې وې.
په پاریس کې مظاهره کوونکو د شاتله د میدان نه ریپالیکا تر میدان پورې لاریون وکړ.
مظاهره کوونکو اسلام دښمنۍ مخه ونیسئ، چیرې چې عدالت نه وي هلته سوله نوي، د تبعیضګرانو او تعصبګرانو د مخالفت سره سره دلته سره راټول شوي یو، د ماکرون د مخالفت سره سره دلته راټول شوي یو، د مسلمانانو د عزت او خپلو ماشومانو د راتلوونکې په خاطر سره دلته راټول شوي یو په څیر شعارونه ورکول .