بایدن : د سعودي عربستان پر خلاف به خامخا اقدام وکړو
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د سعودي عربستان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود. بایدن وویل چې د سعودي عربستان نه به د بشري حقونو د تیریو حساب وپوښتو.
جو بایدن د سعودي عربستان د منتقد ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت نه د یوې سترې رسوايي په توګه یادونه وکړه او وویل چې د سعودي عربستان د حکومت نه به د ترسره کړو بشري حقونو جرایمو حساب پوښتنه وکړو.
جو بایدن د امریکا د یو تلویزیوني کانال سره په مرکه کې تیره ورځ د امریکا د استخباراتو لخوا خپور شوي د قاشقچي د جنایت په اړه پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې امریکا به په نږدې راتلوونکې کې د سعودي عربستان سره په اړیکو بیا کتنه وکړي. هغه وویل چې امریکا به د ریاض د حکومت نه د ترسره کړو بشري حقونو د تیرو له امله حساب وپوښتي. همداشان امریکا نوی حکومت به د سعودي عربستان په اړیکو کې جدي تغیرات راولي او دا تغیرات به د راتلوونکې دوشنبې پر ورځ اعلان کړي.
د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په واشنګټن کې خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه د امریکا او سعودي عربستان ترمنځه اړیکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا به د خپل ګټو او ارزښتونو سره سم د عربستان سره اړیکې له سره تنظیم کړي.
هغه وویل چې دا تغیرات به د امریکا و سعودي عربستان اړیکو ته زیان ونه رسوي.
د ویلو ده چې د امریکا ملي استخباراتو د ۲۰۱۸ د اکتوبر په ۲ یمه نیټه په استانبول کې د عربستان په قونسلګرۍ کې د جمال قاشقچي د جنایت په اړه راپور جوړ کړی وو چې دا راپور يي د جمعې پر ورځ د فبروري په ۲۶ مه نیټه خپور کړ.
پدې راپور کې ویل شوي دي چې د قاشقچي د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په هدایت وژل شوی دی.
همداشان د امریکا رسنیو نن د بایدن پر حکومت د عربستان پر خلاف د هیڅډول ګام د نه اوچتولو له امله ډیر سخت غبرګون وښود.