د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون په خپلې ناکامۍ اعتراف وکړ.

د شمالي کوریا واکمن د کارګر ګوند د ۲۰۱۶ کال نه وروسته د لومړي ځل لپاره کانګره  وکړه.

1558533
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون په خپلې ناکامۍ اعتراف وکړ.

 

ویل کیږي د شمالي کوریا واکمن د کارګر ګوند پداسې حال کې کانګره جوړه کړه چې د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایدن څو ورځې وروسته په رسمي توګه د ولسمشر په توګه دنده پيلوي. دې مسئلې د ټولو پام ځانته رااړولی دی.

کیم جونګ اون د خپل ګوند کانګرې ته په وینا کې په خپلې ناکامۍ اعتراف وکړ.

هغه وویل چې په ځانګړې توګه په اقتصادي برخو کې په خپلو چارو او کړو ژمنو کې پاتې راغلی دی. د چا خبره په اقتصادي برخو کې کړې ژمنې یوه هم نده پر ځای کړي.

د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو رسنیو ادعا کړې ده چې کیم جونګ اون د بعضو نږدې متفقینو د کرونا واکسین غوښتنه کړې ده . شمالي کوریا پداسې حال کې د کرونا د واکسین غوښتنه کړې ده چې پدې هیواد کې د کرونا یوه پیښه هم په رسمي توګه اعلان شوې نده.

پداسې حال کې چې پدې کانګره کې ۷۰۰۰ زرو تنو ګډون کړی خو یو هم ماسک ندی اغوستی.

همداشان دا چې کانګره به څو ورځې دوام وکړي پدې اړه هم څه ندي ویل شوي.

ویل کیږي په ۱۹۷۰ کال کې کانګرې ۱۲ ورځې، په ۱۹۸۰ کال کې ۵ ورځې او په ۲۰۱۶ کال کې ۴ ورځې دوام  کړی وو.



اړوند خبرونه