په سوریه کې د ایراني ځواکونو پر پوځي هډو هوايي بریدونه شوي
په سوریه کې د عراق سره په پوله کې ایراني ځواکونو په درې پوځي هډو هوايي بریدونه شوي دي.
په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان ویلي دي چې تیره شپه د سوریې د دیروزور ولایت اړوند ابوکمال پر ولسوالۍ کې د بشار اسد پر ملاتړو ایراني ځواکونو په درې پوځي هډو د نامعلوم هیواد لخوا هوايي بریدونه شوي دي.
پدې بریدونو کې ایراني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ویل کیږي دا بریدونه د بیلوته په وسلو سمبال ډرون الوتکو لخوا شوي دي.
د سیمې اوسیدونکو د ۷ جلا جلا چاودنو غږونه اوریدلي دي.
پداسې حال کې د بریدونو مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو ګمان کیږي چې د اسرائیل لخوا شوی وي.
اسرائیل ددینه وړاندې هم په کراتو په سوریه کې د ایراني ځواکونو پر پوځي هډو هوايي بریدونه کړي دي.
د ویلو ده چې په ابوکمال ولسوالۍ کې د ایراني ځواکونو پر هډو د برید نه یواځې نیم ساعته مخکې د سوریې په شمال کې د پي کاکا ترهګرې ډلې د پوځي ځانګې وای پي جي تر کنټرول لاندې په هسکه سیمه هم راکټي بریدونه شوي وو چې په نتیجه کې ۳ موټرو اور اخیستی وو.