د امریکا ولسمشر بایدن د فلسطین د مشر محمود عباس سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د فلسطین د ولسمشر محمود عباس سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
عباس او بایدن پدې ټیلیفوني خبرو کې د فلسطین او سیمې په وروستیو پرمختګونو او وضعیت خبرې وکړې.
د فلسطین د فتحې د غورځنګ د اجراییوي شورا غړي او د اسرائیل سره د اړیکو مسئول حسین الشیخ د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د امریکا ولسمشر جو بایدن د ولسمشر محمود عباس سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
هغه ویلي دي چې دواړو مشرانو د فلسطین او سیمې پر وروستیو پرمختګونو خبرې او تبادل د نظر وکړ.
د ویلو ده چې محمود عباس د مې په ۱۳ مه نیټه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره په سیمه کې د روان تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو په مسئلې خبرې کړې وې.
د ویلو ده چې اسرائیلي پولیسو تر اشغال لاندې د ختیځ بیت المقدس د شیخ جراج په سیمه کې یو زیات شمیر فلسطیني کورنۍ د خپلو کورونو نه په زور سره د ویستو او د هغوې د کورونو د اشغالولو او وروسته په مسجدالاقصی د چاپې اچولو او پر لمونځ کوونکو د برید کولو نه وروسته په غزه کې د مقامت ډلو اسرائیلو ته د مې د میاشتې تر لسمې نیټې د ماښام تر ۶ بجو پورې د سیمې نه د خپلو ټولو پولیسو د ویستولپاره مهلت ټاکلی کوو.
اسرائیل پدې موده کې د خپلو پولیسو د نه ویستو له امله د حماس په ګډون یو زیات شمیر د فلسطین مقامت ډلو د غزې نه پر اسرائیل راکټي بریدونه پيل کړل.
ددې په ځواب کې اسرائیل پر غزې هوايي او توغندیز عملیات پيل کړل.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د مې د میاشتې د لسمې نیټې نه راپدیخوا د اسرائیل لخوا پر غزې د روانو هوايي او توغندیزو عملیاتو په نتیجه کې ۱۴۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۱۱۰۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
د وژل شوو ۱۴۵ تنو نه ۴۱ تنه ماشومان او ۲۳ تنه ښځې دي.