د تورکیې د  فوټبال ملي لوبډلې د شپږم ځل لپاره د اروپا د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.

تورکیې فوټبال ملي‌ لوبډلې تاریخي‌ بری ترلاسه کړ

2051380
د تورکیې د  فوټبال ملي لوبډلې د شپږم ځل لپاره د اروپا د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.

د تورکیې د  فوټبال ملي لوبډلې د شپږم ځل لپاره د اروپا د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.

د یورو ۲۰۲۴ د غوراوي‌ سیالیو  د  ډي  ګروپ په ۷ مه لوبه کې د تورکیې د فوټبال ملي‌ لوبډلې د لیتوانیا لوبډلې ته ۴ د صفر پر وړاندې د ماتې په ورکولو سره د یورو لیګ په اتلولیو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.

د تورکیې  د فوټبال ملي لوبډلې چې کروشیا لوبډلې ته په خپل کور کې ماتې ورکړې وه د سیالیو په اومه لوبه کې لیتوانیا ته هم ماتې ورکړه او د ایرو لیګ د اتلولیو ویزه يي‌ ترلاسه کړه . لوبه د تورکیې په کوربه توب ترسره شوه.

ددې لوبې لومړنۍ نیمايي  د قونیې ولایت د ښاروالۍ په لوبغالي‌ کې پرته د کوم ګول نه ترسره شوه.

 لوبې په دویم نیمايي برخه کې د تورکیې لوبډلې رقیب لوبډلې ته ۴ ګوله ورکړل.

د تورکیې ملي‌ لوبډلې لومړنی ګول د سیالۍ په ۵۸ مه دقیقه کې ورکړ.

پدې ډول سیالي‌ یو د صفر په مقابل کې د تورکیې په ګټه شوه.

همداشان د تورکیې لوبډلې دویمه ګول د لوبې په  ۸۳مه دقیقه کې او دیم ګول په ۸۷ دقیقه کې ورکړ.

همداشان تورکیې ملي‌ لوبډلې رقیب لوبډلې ته څلورم ګول د ۹۰ دقیقو نه وروسته په اضافي‌ وخت کې ورکړ.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د فوټبال ملي لوبډلې ته د ۲۰۲۴ کال د اروپا د فوټبال اتلولیو ته چې په جرمني کې ترسره کیږي د کوالیفای کولو له امله مبارکي وویله.


پيوندونه: #بری , #فوټبال , #تورکیه

اړوند خبرونه