د تورکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال  د ملتونو د  لیګ قهرماني ترلاسه کړه.

د تورکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې د نړۍ قهرماني ترلاسه کړه

2012288
د تورکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال  د ملتونو د  لیګ قهرماني ترلاسه کړه.
A Milli Kadın Voleybol Takımı kupa şampiyon 5.jpg
A Milli Kadın Voleybol Takımı kupa şampiyon 4.jpg
A Milli Kadın Voleybol Takımı kupa şampiyon 3.jpg
A Milli Kadın Voleybol Takımı kupa şampiyon 2.jpg
A Milli Kadın Voleybol Takımı kupa şampiyon.jpg

د تورکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال  د ملتونو د  لیګ قهرماني ترلاسه کړه.

تورکیې لوبډلې په پای لوبه کې چین ته په ماتې ورکولو سره اتلولي ترلاسه کړه او په نړۍ کې په درجه بندۍ کې لومړی ځای خپل کړ.

د تورکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې په پای لوبه کې لومړی سیټ ۲۵ د ۲۲ په مقابل کې د ګټولو سره لوبه یو صفر کړه.

همداشان د چین ملي لوبډلې بیا د سیالۍ دویم سیټ ۲۵ د ۲۲ په مقابل کې د ګټولو سره لوبه یو – یو مساوي کړه.

همداشان د تورکیې ملي لوبډلې بیا د لوبې دریم سیټ ۲۵ د ۱۹ پر وړاندې د ګټولو سره سیالي ۲ د ۱ پر وړاندې د تورکیې په ګټه کړه.

د تورکیې ملي لوبډلې څلورم سیټ هم ۲۵ د ۱۶ په مقابل کې د ګټولو سره د ملتونو د لیګ د سیالۍ اتلولي  وګټله. د ویلو ده چې د تورکیې ملي د والیبال ښځینه ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره د ملتونو د لیګ اتلولي وګټله.

د تورکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې په ۲۰۲۳ کال کې په نړۍواله کچه تر ټولو ستر بری ترلاسه کړ.

د تورکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې یو ځل بیا په نړۍواله کچه لومړی مقام خپل کړ.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د والیبال ښځینه ملي لوبډلې ته ددې ستر بریالیتوب او قهرمانۍ ګټولو له امله مبارکي وویله.

ولسمشر اردوغان د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې ، د تورکیې افتخار د والیبال ښځینه ملي لوبډلې ته د ملتونو د لیګ د سیالیو د قهرمانۍ د ترلاسه کولو له امله د زړه له کومې مبارکي وایم .



اړوند خبرونه