د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام د ګروپ پړاو لومړۍ لوبې په قطر کې بشپړې شوې.

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام په ۸ ګروپونو کې د ۱۶ لوبو له ډلې ۵ یې مساوي پای ته ورسېدې.

1911062
د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام د ګروپ پړاو لومړۍ لوبې په قطر کې بشپړې شوې.

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام د ګروپ پړاو لومړۍ لوبې په قطر کې بشپړې شوې.

په ۸ ګروپونو کې د ۱۶ لوبو له ډلې ۵ یې مساوي پای ته ورسېدې.

په لومړي ګروپ کې په څلورو لوبو کې، جمعآ ۴۱ ګولونه وهل شوي دي.

د اسپانیا او انګلستان لوبډلو تر ټولو زیاتې بریاوې ترلاسه کړې.

د ۲۰۱۰ نړیوال جام اتلې  اسپانیا  لوبډلې کوسټاریکا ته ۷ د صفر پر وړاندې  ماته ورکړه، او  انګلستان  بیا ایران ته ۶ د ۲ په مقابل کې ماتې ورکړه.

د لومړیو سیالیو تر ټولو ستر سریز سعودي عربستان او جاپان وو.

سعودي عربستان ارجنټاین ته ۲ د ۱ په مقابل کې  ماتې ورکړه، چې د ټورنمنټ یو غوره لوبغاړی و، جاپان بیا په  ورته نمرو سره جرمني ته ماتې ورکړه.

۶ لوبغاړو په لومړیو سیالیو کې ۲ – ۲ ګولونه وهلي دي .

د اکوادور لوبغاړي اینر والنسیا، د انګلینډ بوکایو ساکا، د ایران مهدي تیریمي، د فرانسې اولیور ګریود، د هسپانیا فیران توریس او د برازیل ریچارلیسن دوه دوه ګولونه وکړل.

د پرتګال د فوټبال ستوري لوبغاړي کریستیانو رونالډو د لومړي ځل لپاره تاریخ جوړ کړ چې په ۵ مختلفو نړیوال جامونو (۲۰۰۶، ۲۰۱۰، ۲۰۱۴، ۲۰۱۸، ۲۰۲۲) کې یې د ګول په وهلو سره ګانا ته ۳-۲ ماتې ورکړه.

 

په داسې حال کې چې په يادو سياليو کې ريفري د سور کارت لپاره غوښتنه نه وه کړې، خو ۵۶ ژيړ کارتونه ښودل شوي وو.

یوازې د آلمان او جاپان په لوبه کې هیڅ کارت نه و.



اړوند خبرونه