د تورکیې د ( امپوته ) معیوبینو د فوټبال ملي لوبډلې د نړۍ اتلولي وګټله.
د تورکيې د معیوبینو د فوټبال ملي لوبډلي د تورکیې شمله یو ځل بیا هسکه کړه
د تورکیې د ( امپوته ) معیوبینو د فوټبال ملي لوبډلې د نړۍ اتلولي وګټله.
د تورکیې د ( امپوته ) معیوبینو د فوټبال ملي لوبډلې د استانبول په کوربه توب په جوړې شوې د ( امپوته ) معیوبینو د نړۍوالې اتلولۍ د جام د سیالیو پای لوبه کې د انګولا د ( امپوته ) معیوبینو د ملي لوبډلې سره سیالي وکړه.
د تورکیې د معیوبینو د فوټبال ملي لوبډلې په پایلوبه کې د انګولا ملي لوبډلې ته ۴ د یو په مقابل کې د ماتې په ورکولو سره نړۍواله اتلولي ترلاسه کړه.
د پایلوبې سیالي چې د شاوخوا ۱۵زرو تنو فوټبال مینه والو لخوا ننداره کیده انګولا په پيل کې لوبه ډیره تیزه او ښه پيل کړه.
خو د تورکیې ملي لوبډلې د لوبې په ۱۹مه دقیقه کې د عمر ګولر یوز د ګول په مرسته لوبه ۱-۰ سره د تورکیې په ګټه کړه
انګولا د لوبډلې هم د لوبې په ۲۴مه دقیقه کې د هینو اډاو د فری کیک ګول سره مساوي کړه او نیمه وخت ۱-۱ مساوي شو.
د تورکيې د معیوبینو ملي لوبډلې د لوبې دویمه نیمايي ډیره ښه پیل کړه، او د لوبې په ۲۹مه دقیقه کې یو پنالټي ترلاسه کړه.
رحیمي اوزکان د یو ډیر قوي شوټ رقیبې لوبډلې ته دویم ګول په ورکولو سره لوبه ۲ یو د تورکیې په ګټه کړه.
ملي لوبډلې په ۴۳مه دقیقه کې د رحیمي په مرسته یو بل ګول وواهه چې توپیر یې ۲ ته لوړ کړ.
د لوبې په ۴۹ مه دقیقه کې د تورکیې ملي لوبډلې د سرکان دیرلي د ګول په مرسته ۴ ګول وواهه او د نړیوال جام اتلولي یې ۴-۱ وګټله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې په لوبغالي کې یې لوبه ننداره کوله، د ځوانانو او سپورت وزیر محمد محرم قصاب اوغلو او د روغتیا وزیر فخرالدین التون ورسره ملګرتیا کوله .
ملي لوبډلې نړیوال جام کپ له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه ترلاسه کړ.
ولسمشر اردوغان په خپل ټوېټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي:
"زه د تورکیې د ( امپوته ) معیوبینو فوټبال ملي لوبډلې ته چې د ( امپوته ) معیوبینو د فوټبال نړیوال جام اتلولي ترلاسه کړه ، د دوی د قوي مبارزې، هڅو او دې سترې لاسته راوړنې او بریا له امله مبارکي وایم."
وروسته ولسمشر اردوغان ټي آر ټي سپورت د کانال سره ددې لوبې په اړه ارزونې وکړې.
"په حقیقت کې دلته یو درس شتون لري، هغه درس دا دی چې زمونږ د معیوبینو وروڼو هوډ، هوډ، هوډ .د فوټبال د نورو پیاوړو څانګو لپاره یوه بیلګه ده، هیڅ شی د دې هوډ په لاره کې خنډ نه ګرځي. د همدې امله زه د خپل ځان خپل ملت په استازیتوب دوې ته ددې قوي هوډ او سترې بریا له امله مبارکي وایم."
اړوند خبرونه
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.