د تورکیې نامتو غیږ نیوونکې طه اقګل د دریم ځل لپاره نړۍواله اتلولي‌ وګټله.

طه اقګل د هیواد ملي‌ غیږ نیوونکي‌ د دریم ځل لپاره نړۍواله اتلولي‌ وګټله

1881072
د تورکیې نامتو غیږ نیوونکې طه اقګل د دریم ځل لپاره نړۍواله اتلولي‌ وګټله.

د تورکیې نامتو غیږ نیوونکې طه اقګل د دریم ځل لپاره نړۍواله اتلولي‌ وګټله.

طه اقګل په صربستان کې د غیږ نیونې د نړیوال جام په سیالیو کې د ۱۲۵ کیلو ګرامه فری سټایل په پایلوبه  کې د خپل منګولیايي سیال  منختور ته ۶-۲ ماتې په ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.

ملي لوبغاړي طه اقګل په صربستان کې د غیږ نیونې په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه.

پایلوبه د اتلولۍ د جام  په اوومه ورځ چې په پلازمینه بلګراد کې ترسره شوه، طه د ۱۲۵ کیلوګرامه فری سټایل په پایلوبه کې خپل رقیب سره سیالي‌ وګړه.

د نړۍوال جام  د ورځې په وروستۍ لوبه کې خپل رقیب  ته په پایلوبه کې  ۶-۲  په مقابل کې ماتې ورکړه، او د دریم  ځل لپاره يي نړیوال اتلولي وګټله.

طحه اکګل تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې هم د نړۍواله اتلولي‌ ګټلې وه.

 طه اقګل چې د اولمپیک اتلولي‌ هم لري‌ سږ کال د هنګري په پلازمېنه بوډاپست کې  د نهم ځل لپاره د اروپا د اتلولۍ هم  وګټله.

په سربستان کې د غیږ نیوونې په نړۍوال جام سیالیو  کې طه اقګل په دویم پړاو کې د هنګري د هیواد استازي  ډینیل لیګیتي ته ۴ د صفر پر وړاندې، د کاناډا  د هیواد استازي امرویر دیسی په کوارټر فاینل کې ۸ د دوو پر وړاندې  او په نیمه پایلوبه کې د تېر نړیوال اتل  د ایران استازي امیر زارې ته ۴ د دوو پر وړاندې ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار موندلې وه .

همداشان هغه په پایلوبه کې د منګولیا د هیواد استازي‌ ته د  ۶ د دوو پر وړاندې د ماتې په ورکولو سره اتلولي‌ وګټله.

د ګرجستان جینو پیټریاشویلي او ایراني امیر زارې په ۱۲۵ کیلو وزن کې د برونزو مډالونه وګټل.



اړوند خبرونه