ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې په اولمپیاتو کې خپله لومړنۍ سیالي‌ وګټله

ترکیې والیبال ملي‌ لوبډلې د توکیو ۲۰۲۰ اولمپیاتو د سیالۍ په لوبو کې چین ته ۳ د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه

1679873
ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې په اولمپیاتو کې خپله لومړنۍ سیالي‌ وګټله

د ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې د توکیو ۲۰۲۰ د اولمپیاتو د اتلولیو د سیالیو په چوکاټ کې  د چین د والیبال لوبډلې ته ۳ د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د والیبال د ملي‌ لوبډلې کپټانې ایدا ایردم ته د بري‌ له امله مبارکي‌ وویله.

ولسمشر اردوغان د ترکیې د ځوانانو او سپورت وزیر محمد محرم قصاب اوغلو له طریقه چې د توکیو په اولمپیاتو کې د ترکیې د لوبغاړو سیالۍ د نږدې نه تعقیبوي‌ د والیبال د ملي‌ لوبډلې کپټانې ایدا ایردم سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان  د ایدا ایردم سره په ټیلیفوني‌ خبرو کې  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  ډیره هیجاني‌ لوبه وه. د لومړي‌ میدان نه مو لوبه ننداره کړه . خپلو ټولو لورګانو ته مې مبارکي وایم . راتلوونکې لوبه چې د سې شنبه په ورځ‌ ایټالیا سره کیږي‌ هغه به هم  ننداره کړم.

د ویلو ده چې د ترکیې د والیبال ښځینه الف ملي‌ لوبډلې د توکیو ۲۰۲۰ اولمپیاتو  په سیالیو کې په ب ډله کې خپله لومړنۍ لوبه د چین د هیواد نه چې د تیر کال قهرماني‌ هم لري‌ وګټله. چین ته درې د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.

راتلوونکې لوبه د جولای په ۲۷ مه نيټه د سې شنبې پر ورځ د ایټالیا سره ده.



اړوند خبرونه