د ترکیې د والیبال ملي لوبډلې د اروپا د سروزور د لیګ قهرماني وګټله .
د ترکیې د والیبال ملي لوبډلې د دویم پرله پسې ډول سره د اروپا د والیبال د سروزرو لیګ قهرماني وګټله
د ترکیې د والیبال ملي لوبډلې په بلجیم کې جوړ شوی د اروپا د والیبال د سروزرو د لیګ د اتلولیو په پایلوبه کې د اوکراین لوبډلې ته ۳ د ۱ په مقابل کې د ماتې په ورکولو سره اتلولي وګټله.
د ویلو ده چې د ترکیې د نارینو د والیبال ملي لوبډلې د اتلولیو د لیګ په سیالیو کې ۸ لوبې کړي چې ټولې ګټلي دي.
په نیمه پایلوبه کې د ایستونیا لوبډلې ته ۳ د دوو په مقابل کې او په پایلوبه کې بیا اوکراین ته ۳ د ۱ په مقابل کې ماتې په ورکولو سره اتلولي وګټله.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د والیبال ملي لوبډلې ته ددې ستر بري له امله مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د ترکیې د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د والیبال د سروزرو د لیګ په اتلولیو کې د قهرمانۍ د ګټلو له امله مبارکي وایم.
په پیغام کې راغلي دي چې د ترکیې د والیبال ملي لوبډلې د اروپا د والیبال سروزرو په لیګ کې د دویم پرله پسې ډول سره د قهرمانۍ په ترلاسه کولو سره هیواد ته ستر افتخار ورپه برخه کړ. د همدې امله دوې ته د زړه له کومې مبارکي وایم.
د ترکیې ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ او د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای هم د والیبال ملي لوبډلې ته ددې ستر بري د ترلاسه کولو له امله مبارکي ویلې ده .
د ترکیې د سپورت او ځوانانو وزیر محمد محرم قصاب اوغلو هم د مبارکۍ د پیغام په خپورولو سره د ترکیې د والیبال ملي لوبډلې ته مبارکي ویلې ده .
اړوند خبرونه
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.