د ایران په سیستان بلوچستان ایالت کې د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې په شدت سره زلزله رامنځته شوه.
د ایران د سیستان بلوچستان ولایت سختې زلزلې ولړزو
2111018
د ایران په سیستان بلوچستان ایالت کې د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې په شدت سره زلزله رامنځته شوه.
د ایران د زلزله پېژندنې د ملي مرکز د معلوماتو له مخې، نن سې شنبه د په ځايي وخت د سهار په ۷ بجو او ۵۰ دقیقو د سیستان بلوچستان په ولایت کې د ریښتر په مقیاس د ۵.۶ درجې په شدت سره زلزله رامنځته شوه. ویل کیږي د زلزلې مرکز د سیستان بلوچستان ولایت اړوند د فنوج سیمه وه
زلزله د ځمکې لاندې په ۸۰ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.
د سیستان-بلوچستان د ناورین د مدیریت مرکز لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تر اوسه له سیمې څخه د ځاني زیانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي. د پلټنې او ژغورنې ډلې زلزله ځپلې سیمې ته استول شوي دي.