د پاکستان پوځ د فتاح ۲ په نامه د لنډ واټنه راکټي سیستم د ازمایلو نه خبر ورکړ
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د فتاح ۲ په نامه د لنډ واټنه ملي لارښود راکټ سیسټم یې په بریالۍ توګه ازمویلی دی.
2140250
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د فتاح ۲ په نامه د لنډ واټنه ملي لارښود راکټ سیسټم یې په بریالۍ توګه ازمویلی دی.
د پاکستان د پوځ لخوا په جاري شوي بيان کې ويل شوي دي چې د فتاح ۲ ملي لارښود راکټ سيسټم ۴۰۰ کلومټره واټن لري.
په بیان کې ويل شوي چې د راکټ دغه سيسټم د نيويګيشن يو عصري سيسټم او بې ساري مانور قابلیت لري.
بيان كې په دې خبره تاكيد شوې چې دغه راکټ په ډېر دقت سره هدف په نښه كولو او د راکټ ټول دفاعي سیسټم د لمنځه وړو توان لري .
په بیان کې راغلي دي چې د پاکستان ولسمشر ، لومړي وزیر او پوځ مشرانو ټولو هغه کسانو ته چې ددې سیستم په جوړولو او وده کې ګډون کړی دی مبارکي وویلوه.