د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره مل هیئت چورلکه د هوا د خرابوالي‌ له امله اضطراري ناسته کړې

د ایران ولسمشر چورلکې بیړنۍ ناسته کړې

2141371
د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره مل هیئت چورلکه د هوا د خرابوالي‌ له امله اضطراري ناسته کړې

 د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره مل هیئت چورلکه د هوا د خرابوالي‌ له امله اضطراري ناسته کړې ده .

د ایران د کورنیو چارو وزیر خبري رسنیو ته وویل چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي‌ او ورسره مل هئیت چورلکې د هوا د خرابوالي‌ له امله  په ختیځ اذربایجان سیمه کې  د بیړنۍ ناسته کړې ده.

هغه وویل چې د ولسمشر رئیسي‌ او ورسره مل هئیت سره ۳ چورلکو ملتیا کوله چې دوه يي راستنې شوي‌ او د ولسمشر رئیسي‌ چورلکې بیړنۍ ناسته کړې ده .

د کورنیو چارو وزیر په وینا په کومه سیمه کې چې چورلکې بیړنۍ ناسته کړې ده چې یوه ډیره ستونزمنده او صعب العبور ده او د چورلکې د موندولو په موخه بې پیلوټه الوتکې هم سیمې ته استول شوي‌ دي.

ویل کیږي‌ رئیسي‌ د اذربایجان د ولسمشر الهام علي‌ یف سره په ګډه د اوبو د یو بند د پرانیستو نه وروسته د راستنیدو پر مهال چورلکې بیړنۍ ناسته کړې ده.

د ابراهیم رئیسي‌ د روغتیایي حالت په اړه تر اوسه پورې معلومات په لاس کې نشته.



اړوند خبرونه