د ایران په کرمان ښار کې یوه سرتېري خپل پنځه ملګري په ډزو وژلي دي.

ایراني سرتیري خپل پنځه تنه ملګري سرتیري په ډزو ووژل

2091542
د ایران په کرمان ښار کې یوه سرتېري خپل پنځه ملګري په ډزو وژلي دي.

د ایران په کرمان ښار کې یوه سرتېري خپل پنځه ملګري په ډزو وژلي دي.

د ايران د رسمي خبري اژانس ايرنا د خبر له مخې، د ايران د پوځ په جنوب ختيځ کې د سيمه ييز مرکزي قوماندانۍ قوماندان امير غلامعلیان وویل " زمونږ یو تن سرتیري د  وظیفې پر مهال د سرتیرو استراحتګاه ته د راننوتلو سره په سرتیرو ډزې پیل کړې. پدې پیښه کې پنځو تنو سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ . برید کوونکی سرتیری چې د برید نه وروسته تښتیدلی وو نیول شوی دی. "

هغه وویل چې دا پیښه پرون په ځايي وخت د مازیګر په ۴ بجو او ۳۵ دقیقو کې رامنځته شوې ده .

هغه  ویلي دي  چې تر اوسه د برید لامل معلوم نه دی، برید کوونکی نیول شوی او تحقیقات ترینه دوام لري.

همداشان د نیول شوي سرتیري سره دوه میله کلاشینکوفه، ۱۸۰ مرمۍ ، ۶ شارژور او ۲ موټرې چې غلا کړې وې نیول شوي دي.


پيوندونه: #برید , #سرتیري , #ایران

اړوند خبرونه