د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په یوه ترهګریز برید کې د یوه سیاستوال په ګډون اووه کسان ووژل شول.

په بلوجستان کې په یو سیاستوال بمي‌ برید شوی

2021571
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په یوه ترهګریز برید کې د یوه سیاستوال په ګډون اووه کسان ووژل شول.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په یوه ترهګریز برید کې د یوه سیاستوال په ګډون اووه کسان ووژل شول.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د بلوچستان په پنجګور په  سیمه کې  د ملکي‌ وګړو د موټر د تیریدو پر مهال د سړک په غاړه کې ځای په ځای شوی ریموټ کنټرول بم وچاوید.

د پنجګور بالګتر د سیمې د پولیسو مشر امجد سومرو رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې پدې  بمي بريد کې د بلوچستان یو تن سیاستوال اسحاق يعقوب په ګډون اووه کسان ووژل شول.

د بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

ویل کیږي‌ د نوموړو پر موټر هله برید وشو چې د یو واده نه راروان ول.

په دې وروستیو میاشتو کې د هېواد په تېره بیا په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

اسلام آباد ادعا کوي چې دا بریدونه په افغانستان کې میشتو پاکستاني طالبانو (TTP) له خوا پلان او رهبري کیږي، خو  افغانستان بیا د پاکستاني‌ مقاماتو ادعاوې ردوي.

د ویلو ده چې تیره ورځ د پاکستان د پوځ مشر د خیبرپښتونخوا ایالت مرکز پیښور ښار نه د لیدنې پر مهال وویل چې د پاکستان وروستي‌ بریدونه په افغانستان کې پلان شوي‌ وو. هغه وویل چې دا بریدونه د افغانانو لخوا شوي‌ دي.



اړوند خبرونه