په ایران کې یوې روزنیزې الوتکې سقوط کړی
د ایران په کرج ښار کې د یوې روزنیزې الوتکې د لوېدو له امله دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
2018061
د ایران په کرج ښار کې د یوې روزنیزې الوتکې د لوېدو له امله دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ایران د رسمي اژانس ایرنا په حواله، د پیام هوايي ډګر د عامه اړیکو ریاست په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د کرج ښار کې په پیام هوايي ډګر کې د روزنیزې الوتکې د لوېدو په پایله کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
که څه هم د الوتکې د لوېدو د علت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د پېښې په اړه پلټنې پيل شوي دي.