د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر پوځیانو خونړی برید شوی دی.
په پاکستان کې پر پوځیانو خونړی برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر پوځیانو خونړی برید شوی دی.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د ژوب ولسوالۍ د ګیریژن په سیمه ترهګرو پر پوځیانو خونړی برید وکړ چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۹ تنه پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ترهګرو د ژوب د ولسوالۍ د کینټ په سیمه کې پر پوځیانو برید کړی دی.
په بیان کې راغلي دي چې ترهګرو غوښتل په سیمه کې د پوځیانو مرکز ته داخل شي چې وروسته د پوځیانو د سخت عکس العمل سره مخامخ شول. ترهګر په یوه سیمه کې پټ شول او له هغه ځایه پر پوځیانو بریدونو ته دوام ورکړ.
ویل کیږي دا برید د ۵ تنو ترهګرو لخوا شوی دی چې ۳ تنه يي له منځه وړل شوي او پاتې دوه تنه يي د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول.
پدې پيښه کې چې لومړی ۴ تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۵ تنه ټپیان شوي وو، ټپي پوځیانو هم د ډاکټرانو د ټولو هلو ځلو سره سره ژوند د لاسه ورکړ.
د ویلو ده چې پدې برید کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
ویل کیږي پدې برید کې یوې میرمنې هم ژوند د لاسه ورکړی او ۵ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.