خامنه يي : زمونږ په اټومي بڼسټونو د مداخلې نه کولو په صورت کې د لویدیځ سره اټومي تړون ممکن دی.
د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه يي ویلي، زمونږ په اټومي بڼسټونو د مداخلې نه کولو په صورت کې د لویدیځ سره اټومي تړون ممکن دی.
د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه يي ویلي، زمونږ په اټومي بڼسټونو د مداخلې نه کولو په صورت کې د لویدیځ سره اټومي تړون ممکن دی.
د ايران د دولتي ټلوېزيون د خبر له مخې، خامنه اي په پلازمېنه تهران کې د اتومي انرژۍ د ملي ادارې له کارکوونکو او د اټومي ساينس پوهانو په غونډه کې وينا وکړه.
خامنه يي دې ته په اشارې سره چې هېواد یې په اټمي برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي، په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شوي اټمي موافقې ته چې د امریکا د متحده ایالتونو له یو اړخیز وتلو وروسته نه عملي کیږی اشاره وکړه. خامنه اي وویل: "په تیرو کلونو کې، د اټومي صنعت مسئولینو او چارواکو په هیواد کې مهم اټومي زیربناوې جوړې کړې. په اټومي تړون کې کومه غلطي نشته ، خو زموږ د اټومي زیربنا سره باید غرض ونشي.
خامنه يي د هغو تورونو په ردولو سره چې ګواکې د ایران اټومي فعالیتونه د پوځي موخو لپاره دي، وویل، د امریکا استخباراتي ټولنې پدې وروستیو میاشتو دا حقیقت منلی چې ایران د اټمي وسلو د جوړولو په لور ګام نه دی پورته کړی او دوی پخپله پوهېږي چې موږ د اټومي وسلو د جوړولو په برخه کې یو ګام نه دی پورته کړی.
خامنه اي ویلي، د ډله ییزې وژنې وسلې په اسلام کې منع دي . هغه وویل چې
"موږ به دا کار کړی وای که په اسلام کې منع نه وای او موږ د اټومي وسلو د تولید اراده درلودی . دښمنان پوهیږي چې دوی زموږ مخه نشي نیولی."