د ایران د کورنیو چارو وزیر: د طالبانو سره مو خبرې وکړې او ستونزه حل شوه

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وویل چې ، پر پوله له نښتو وروسته یې له طالب چارواکو سره خبرې کړي، ستونزه هواره شوې او په پولو کې امنیت ټینګ شوی دی.

1992418

د ایران د کورنیو چارو وزیر وحیدي د ایران له دولتي ټلویزیون سره په مرکه  کې پرون د سیستان-بلوچستان ولایت په هرمند ولسوالۍ کې د ساسولي د پولیسو مرکز ته څېرمه په پوله کې د ایراني پوله ساتو او طالب ځواکونو ترمنځ د نښتې په اړه پوښتنې ځواب کړې.

وحیدي وویل چې په جګړه کې د طالبانو ځواکونو ته "ضروري ځواب" ورکړل شو.

"لنډ مهاله نښته وه، له طالبانو سره خبرې وشوې، ستونزه هواره شوه. اوس مهال کومه ستونزه نشته، پوله ارامه او خلاصه ده."

ایران پرون اعلان وکړ چې د پوله ساتو او طالبانو ترمنځ په نښته کې دوه ایراني پوله ساتي وژل شوي دي.

له بلې خوا طالبانو اعلان کړی چې په جګړه کې د دوی یو غړی وژل شوی دی.

دواړه لوري یو بل د جګړې په پیلولو تورنوي.

اړوند خبرونه