د ایران او پاکستان په پوله کې د ایران پر پوله ساتو ځواکونو خونړی برید شوی دی.

پر ایراني‌ پوله ساتو خونړی برید شوی

1989111
د ایران او پاکستان په پوله کې د ایران پر پوله ساتو ځواکونو خونړی برید شوی دی.

د ایران او پاکستان په پوله کې د ایران پر پوله ساتو ځواکونو خونړی برید شوی دی.

د ایران پوله ساتو ځواکونو قومندانۍ ویلي‌ دي‌ چې  ترهګرو تیره ورځ  د پاکستان د خاورې نه پر ایران پوله ساتو ځواکونو برید وکړ چې وروسته نښته پيل شوه. په برید کې لږ تر لږه ۵ تنه ایراني‌ پوله ساتي‌ وژل شوي‌ دي.

د ایران د پوله ساتو ځواکونو قومندان وویل ، ترهګرو د پاکستان د خاورې نه په استفادې سره په ایراني‌ ځواکونو برید کړی چې د سخت مقامت سره مخامخ شوي‌ دي.

هغه وویل چې ګاونډي‌ هیوادونه باید د خپلې خاورې حفاظت وکړي. هغه وویل چې ګاونډیان باید د ګاونډیتوب اړیکو خیال وساتي‌ ، زموږ صبر هم یو اندازه لري. دوې باید اجازه ونکړي‌ چې ددوې له خاورې څخه پر موږ بریدونه وشي.هغه وویل چې پدې ترهګریز برید کې زموږ پنځه تنه اتل پوځیان چې ۲ تنه افسران او ۳ تنه سرتیري‌ وو خپل ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه سرتیري‌ ټپیان شوي‌ دي.

د ایراني‌ پوځیانو جنازې نن خاورو ته وسپارل شوې.



اړوند خبرونه