د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د پولیسو په یو مشر بمي برید شوی دی.
په بلوچستان کې د پولیسو په یو مشر چاودنه وشوه
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د پولیسو په یو مشر بمي برید شوی دی.
د بلوچستان ایالت د خضدار د سیمې د پولیسو مشر فهد کوسه وویل چې د سیمې د پولیسو د یو تن مشر شربت خان عمراني پر موټر بمي برید شوی دی. هغه ویلي دي چې عمراني د کور نه د دندې پر لورې روان وو چې پ لاره کې پر موټر بمي برید وشو.
هغه زياته کړه، چې د عمراني له چاودنې نه وروسته ژوند د لاسه ورکړ.
هغه وويل، پوليس او امنيتي ځواکونه او د بمونو متخصصین سيمې ته رسېدلي تر څو د چاودنې نوعیت معلوم کړي.
هغه زياته کړه، چې په چاودنه کې د وژل شوي انسپکټر جسد د خاکي خضدار تدريسي روغتون ته لېږدول شوى دى.
ياده دي وي چي د اکتوبر په لسمه نيټه هم کوئټه کي د پوليس په ګرځنډه ټیم سره نزدي دوه چاودني شوې وې چي په نتيجه کي ئي د دوه تنو پولیسو په شمول څلور کسان مړه او ۲۲ ژوبل شوي وو.
د کوټې د ملکي روغتون وياند ډاکټر وسيم بيګ د مړو او ټپيانو شمېر تاييد کړی وو او ويلي وو چې په وژل شويو کې يوه ځوانه نجلۍ هم شامله ده.