په پاکستان کې پر پولیسو وسله وال او بمي‌ برید شوی

د پاکستان په خېبرپښتونخوا ایالت  کې د پولیسو په مرکز او هلته د مرستې دپاره راغليو امنیتي ځواکونو باندې د وسله والو په برید کې ۴ پولیس وژل شوي او ۶ نور ژوبل شوي دي.

1967363

د پاکستان نه ترلاسه شوو  راپورونو له مخې وسله والو تېره شپه د لکی مروت ولسوالۍ د صدر په پوسته برید وکړ.

د برید نه  وروسته د پولیسو په  موټر چې سیمې ته د مرستې لپاره راروان وو د بمي برید هدف وګرځید.

په دغه چاودنه کې ۴ تنه پولیس ووژل شول، ۶ تنه نور ټپیان شول.

د پاکستان لومړي‌ وزیر شهباز شريف د ټویټر له لارې  په خپور کړي  بيان كې ويلي دي چې د ترهګرۍ پر ضد د پولیسو قربانۍ به هیڅکله هم هیرې نشي.

تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

اسلام اباد ویلي چې دا بریدونه په افغانستان کې میشتو پاکستاني طالبانو (TTP) له خوا پلان او ترسره کیږي‌ خو  افغانستان دغه تورونه ردوي.

پيوندونه: #برید , #پولیس , #پاکستان

اړوند خبرونه