په پاکستان کې پر پولیسو ځانمرګی برید شوی

د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې پر پولیسو ځانمرګی برید شوی دی.

1955316
په پاکستان کې پر پولیسو ځانمرګی برید شوی

د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې پر پولیسو ځانمرګی برید شوی دی.

 د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پولیسو پر موټر  په ځانمرګي برید کې ۹ پولیس افسران وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د سیمې د مسوولینو په وینا دا برید  د بولان په پله کې چې د کچهي او سبي سیمو په پوله پرته ده، د پولیسو پر موټر ځانمرګی برید شوی دی.

د برید په پایله کې ۹ تنه پولیس وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. د برید نه سمدلاسه وروسته پولیس او د ژغورنې ډلې سیمې ته رسیدلي‌ او ټپیان يي روغتونونو ته انتقال کړي‌ دي.

د برید پړه  تر اوسه پورې چا پر غاړه نه ده اخیستې.

په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

اسلام اباد ادعاء کوي چې دا بریدونه په افغانستان کې میشتو پاکستاني طالبانو (TTP) لخوا پلان او رهبري‌ کیږي خو  افغانستان  حکومت بیا  دغه تورونه ردوي.

په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت وايي چې دوې هیچا ته اجازه نه ورکوي‌ چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو پر ضد وکاروي.

د یادولو  وړ ده چې  د  جنورۍ په ۳۰ مه د ماسپښین د لمانځه پر مهال د پاکستان په پېښور ښار کې په یوه جومات ځانمرګي برید شوی وو چې له امله  ۱۰۲ تنو، چې ډېری یې پولیس وو، ژوند د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه