په پاکستان کې د ټرافیکي پیښې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده
د پاکستان په پنجاب ایالت کې د یوه بس او درې موټرو د جنګیدو له امله ۱۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۴ نور ټپیان شوي دي.
1948716
د پاکستان په پنجاب ایالت کې د یوه بس او درې موټرو د جنګیدو له امله ۱۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۴ نور ټپیان شوي دي.
د جيو نيوز ټلوېزيون د خبر له مخې، له پلازمېنې اسلام اباد څخه لاهور ته روان بس مقابل لوري ته د اوښتو سره د درېيو موټرو سره وجنګید.
په پیښه کې ۱۵ تنه مړه او ۶۴ تنه ټپیان شوي دي.
د فبرورۍ په دویمه نېټه د دغه هېواد په ګلګت بلتستان سیمه کې د یوه بس او کوچني موټر د ټکر په پایله کې ۲۵ کسانو ژوند د لاسه ورکړی وو.