د ایران او چین ولسمشرانو د افغانستان پر مسئلې خبرې وکړې
چین او ایران په افغانستان کې د طالبانو په موقت حکومت غږ کړی چې د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه پای ته ورسوي.
چین او ایران په افغانستان کې د طالبانو په موقت حکومت غږ کړی چې د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه پای ته ورسوي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي چین ته د خپل درې ورځني رسمي سفر له پای ته رسېدو وروسته پرون یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د چين ولسمشر شي جين پينګ پر سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو سربېره پر سياسي، امنيت او دفاع، اقتصادي پرمختګ، ښوونې او روزنې او کلتور ، د سوداګرۍ، کرنې، صنعت، تجديد وړ انرژۍ او د بنسټيزو تاسيساتو په اړه يې خبرې وکړې. په دې خبرو کې د اقتصادي همکاریو په اړه هم تبادل د نظر وشول.
په بیان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته رسیدولو طالبانو لخوا د ښځو په تعلیم او کار کولو کې د بندیز محدودیتونو لګولو په اړه هم خبرې شوي دي.
"دواړو لورو د طالبانو د موقت حکومت نه وغوښتل چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي چې په کې ټولې توکمیزې او سیاسي ډلې په اغیزمنه توګه ګډون ولري، او د ښځو، توکمیزو اقلیتونو او نورو مذهبونو په وړاندې ټول تبعیضي کړنې پای ته ورسوي." په اعلاميه کې يادونه شوې، چې د ناټو ځينې هېوادونه په ځانګړې توګه د امريکا متحده ايالات د افغانستان د اوسنيو حالاتو مسوول دي.