په پیښور کې پر جومات د ځانمرګي برید په نتیجه کې د مړو شمیره ۱۰۲ تنو ته لوړ شو
د پاکستان په پېښور ښار کې د جنورۍ په ۳۰مه په یوه جومات کې د ترسره شوي ځانمرګي برید له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۱۰۲ تنو ته لوړ شو.
د پاکستان په پېښور ښار کې د جنورۍ په ۳۰مه په یوه جومات کې د ترسره شوي ځانمرګي برید له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۱۰۲ تنو ته لوړ شو.
د پاکستاني رسنیو د د خبر له مخې ددې پیښې د ټپیانو نه دوو تنو نورو هم ژوند د لاسه ورکړی چې پدې ډول د مړو شمېر ۱۰۲ تنو ته ورسېد.
د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو مشر معظم جان انصاري له برید وروسته د روانو پلټنو په اړه په یوه بیان کې ویلي، بریدګر د پولیسو په یونیفورم کې جومات ته ننوتی او په دې توګه له ګڼو امنیتي پوستو تېر شوی وو.
انصاري ویلي، بریدګر د موټرسایکل په وسیله سیمې ته راغلی وو او ماسک او خولۍ نه په استفادې سره خپل هویت پټ کړی وو.
هغه ویلي دي په پلټو کې معلومه شوې ده چې د لومړنیو تحقیقاتو او تخنیکي شواهدو پراساس ممکن دا برید د جماعت الاحرار لخوا ترسره شوی وي چې د پاکستاني طالبانو څخه جلا شوي. انصاري وویل چې دا روښانه ده چې جماعت الاحرار او تحریک طالبان پاکستان دواړه یو او زمونږ ګډ دښمن دي. هغه ویلي دي چې د دغه برید تر شا استخباراتي سازمانونه لاس شتون لري.
انصاري د دې استخباراتي ادارې د نوم او یا د کوم هېواد د تړاو په اړه څه ویلو نه ډډه وکړه.
د ویلو ده چې پدې برید کې ۱۰۲ تنه مړه او ۲۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.